کور / هراړخیز / د جالی نړیوال حکومت ( ماسونیزم) او که نړیوال کیدل ؟( اسلام )

د جالی نړیوال حکومت ( ماسونیزم) او که نړیوال کیدل ؟( اسلام )

بسم الله الرحمن الرحیم

د دجال نړیوال حکومت ( ګلوبولیڅیشن ) د نړیوال کیدلو سره ډیر توپیر لری
، دجالی مامورین د همدی نړیوالی ضرورت په پلمه ګلوبلاییزیشن ته لیاری
ګودری جوړوی .
زه به د خپلی لیکنی اولنی برخه نړیوال توب ته څانګړی کړم ، نړی او ملکونه
لکه د کلی کور ژوند ته ورته دی ، کورنی د کلیوالی  ودانی  خختی دی ، د
کورنیو غړی لکه څرنګه چه په خپلو کورونو کی اصولو ، مقرراتو  او  یو دبل
مرستو ته اړتیا لری ، یو دبل د شتون څخه خوند او ګته اخلی ،  په ګته او
تاوان کی سره شریک دی، د شریکی سولی او هوساینی نه په ګته اخستلو یو بل
ته نزدی والی احساسوی .  د هر غړی د پاره د اخلاقو ، ورور ولی او انسانیت
زده کولو اولنی ډیر پیاوړی شوونځی دی ، دی وړوکی چاپیریال کی مونږ هغه څه
زده کوو چه د راتلونکو د پاره د  څان ،د کورنی نورو غړو ، خپلو خبلوانو ،
دوستانو ، ګاونډیانو ، چم ګاونډ ، شار ، ملک او نوری نړیوالی لوی کورنی د
انسانانو سره څه ډول برخورد ولرو او یو دبل د باره څه کولی شو . کورنی
اولین شوونځی دی چه حرص پکی  کم  او یا نه لیدل کیږی کورنی  د یو چسم
مثال لری ،په جسم کی یو لاس په بل او یا یوه پشه په بله  باندی څان پورته
او بهتر نه شی ګڼلی همداسی د یوی کورنی غړی یو پربل د استثمار کولو وسه
او اړتیا نه لری . رقابتونه او استثمار د ګتی او تاوان په چلاوالی کی
رامنځته کیږی ، او داڅګه چه د  انسان د ازموینی په خاطر د انسان  په فطرت
کی حرص اخښل شوی دی کومه چه د انسان به مقابل کی د ابلیس قوی ترینه وسله
ده  ، ولی الله ج  ددی وسلی د خنثی کولو د پاره اسلام رااستولی دی چه د
حرص وسله خنثی او بیکاره کړی که له اسلامه لری وی حرص یی  زیات وی ،  د ا
حرص دی چه هر دول فسادونه او په اخره کی خونریزیو ته وخت رسیږی .
تاسو به خامخا ویلی  وی چه الله ج د انسان پیدایشت ملایکو ته وړاندیز کړو
په داسی حال کی چه دا نسان حرص ملایکو ته الهام شوی وو ، ملایکو( د همدغه
خاصیت له مخی چه حرص د هر دول فسادونو او خونریزیو سبب کیږی) الله ج ته
وړاندیز وکړو چه ته داسی څوک پیدا کوی چه په څمکه کی به فساد او خونریزی
کوی ، الله ج ملایکو ته هم دومره وایی چه په هغه څه زه پوهیږم تاسی پوهه
نه لری ولی ددی خبری جواب به عملی بڼه کی د اسلام به استولو ملایکو ته
ورکوی . چه اسلام حرص خنثی کوی او به دی دول به د فسادونو او خونریزیو
مخه نیول کیږی.
کله چه د کلی ټولی  کورنی د اسلامی لارشودونو په رڼا روشانه شوی وی ، نو
هغه تول کلی نیکمرغه او روشانه وی . به دغه کلی کی حرص نه موندل کیږی او
یا دیر کم وی نو به دغه کلی کی استثمار او غلامی کډه کړی وی  ، خلک یو
دبل ورونه او یو دبل سره مرسته کوی ، خلک مادی وسایل د اصلی هدف د پاره (
چه دالله ج او د خلکو رضا ده) وسیله ګتی  کله چه مادیات وسیله وی څوک هدف
د وسیلو د پاره نه قربانی کوی نو ددی اړه نه لیدل کیږی چه د نړیوال کلی
خلک وسلی جوړی او یو پربل یی استعمال کړی . نوچه وسلو او جنګی وسایلو
جوړولو ته اړه نشته ، نو پولیس ، عسکر او د هغو روزلو ته هم اړه نه شته ،
نو د خلکو وخت ، انرجی او روپی به نورو ګټورو چه د انسانانو د لا نوری
هوساینی  او برمختګ سبب کیږی خرڅوی ، دی نړیوال کلی کی به د موچوده خلکو
په سولیز او هوسا ژوند برسیره د راتلونکو نسلونو د راتګ د باره هم شه
شکلی زمینه برابره کړی د نفوس زیاتوالی به د خلکو ستونزه نه وی او نه به
د چاپریال مسمومیت او ګندګی د پوشتنی او تشویش وړ وی به دی دول به د
کورنی او کلی دواړو چابیریال روشانه شی ، خلک به شکلی اوبه چښی ، خلک به
دیر کتور خوراکونه ، میوجات او سیزیجات خوری ، خلک به شکلی هوا تنفس کوی
، خلک به د دیرو ناروغیو مخه ونیسی چه واقع نه شی اوکه شی دارو درمل به
وورته ولری . په دی نړیواله ټولنه کی به جرم څوک نه پیژنی ، د جرم مخه به
د جرم له وقوع نه مخکی نیولی کیږی او که بلفرض واقع هم شی په خپله  هماغه
مجرم به په ځان فیصله کوی ( یعنی مجرم ،بولیس او قاضی به عین شخص وی ) دی
ته نړیوال کلی ( نړیوال توب ) وایی په کوم کی چه به انسان د خلافت اوچت
مقام لری او به کوم کی چه به مالکیت او شریعت د  الله ج حق وی او الله ج
خلیفه به د الله به ملکیت کی د الله ج د اصولو او مقررانو له مخی فیصلی
کوی د شیطان وسله ( حرص ) به وجود نه لری . نو د فساد او خونریزی د پاره
به څه امکانات او اړتیا هدوله نه وی . دا به نړیوال توب یا نړیوال کلی وی
. او انسان ته به اشرف المخلوقات ویل کیږی ، دغه انسان ته د ملایکو د
سجدی کولو امر شوی وو


بله خبره د استثمارګرو ، مستکبرینو او حریصو استعمارګرو نړیوال دجالی
حکومت یا ( ګلوبولایزیشن ) دی ، د کوم دباره چه د نړی اوچترین حریصان (
ماسونیزم ) دهغی به راست کی قرار لری چه مونږ یی نن عینی شاهدین یو او
مونږ د هعو د فسادونو او خونریزیو شکار یو . دا هغه څوک دی د کوم د پاره
چه ملایکو کمپلین او شکایت درلود چه دوی به  فسادونه او خونریزی کوی ، دا
به هغه نړیوال حکومت وی چه هلته به د الله ج مالکیت او شریعت د شیطانی
انسان به واسطه غصب شوی وی .  که مالکیت او  شریعت د دغه حریص انسان په
واک او اختیار کی وی  دواړه د حریصو انسانانو د استثمار او استعمار د
زیاتوالی وسیله کرڅی . دلته به انسانان د انسانانو غلامی کوی . دلته به
شیطان د خدایی مقام نیسی ( کوم چه دجال او یا دجالی سیستم دی). دا به د
الله ج به مالکیت او قوانیونو ( حرامو او حلالو کودتا وی ) . دی تولنی ته
د نړیوال توب نوم که ورکړو د اسلامی  نړیوال توب سره ګډوله کیږی . که نه
د لغت له مخی به دومره توبیر ونه لری مګر د معنی او کیفیت له مخی دوه
مخالف قطبونه دی  نوشه به دا وی چه به لغاتونو او د استعمال په مواردو
کی یی هم توپیر راولو
د ماسونیزم نړیوال شیطانی ګوند د نړیوال شیطانی حکومت د رامنڅته کولو د
پاره دیر له پخوا ځخه جوړ شوی دی دا نړیوال کوند چه غړی یی د نړی ټول لوی
سرمایه داران ، با استعداده او شیطانی مبتکرین دی . څومره چه زمانه
تیریږی دوی د بشریت د غلامولو او استثمار ولو دپاره ډیر عصری وسایل ،
سیاسی او نظامی پلانونه جوړوی، چه ډیر یی تر اوسه عملی شوی هم دی.  دوی
ددی کار د بریالیتوب د پاره اول  اسلامی نظام چه د دوی دفعالیتنونو مخه
نیسی باید کاملا له منځه یوسی او یا یی تعقیم کړی . اوبیا نړی په دوو
برخو ویشی  یو اړخ ته  د نړی سرمایداران او شیطان خصلته استثمارګران او
بل اړخ ته د نړی ټول مظلوم او غریب خلک قرار لری  هغه چه دوی یی د
استثمارولو او غلامولو په هڅه کی دی .  دا استثمار او غلامی خو په  عملی
دول  وجود لری مګر په سترګو نه شکاری.د دوی باداری  اوس د ا استثمار  د
غلاوو ، فریب کاریو او زور په   پواسطه دی ،  ولی کله چه اخری مرحلی ته
ورسیږی   دجال به د خپلی خدایی علنی دعوی وکړی.
    د قیامت ورڅی ته به  ډیری نزدی ورځی  وی  ددی نړی مجموعی ژوند به
اخری ته رسیږی اود بل نوی ژوند شروع  به وی هغه که  دمکافاتو  او یا
مجازاتو  وی  دایمی ژوند  به  وی نو هغه انسانان چه د الله ج به ازموینه
کی بریالی شوی وی هغه به جنتونو ته څینومونه لیکل کیدل  ، او هغه انسانان
چه د دچال  او د دجالی سیستم له خوا ورته په نړی کی جنتونه او مقامونه
ورکول کیدل او د الله ج د دوستانو په وینو تویولو کی به یی لاسونه سره وو
، همیشه به یی په  دروغو ، غلا وو، فریب کاریو ، فسادونو او خویریزیو کی
هلی څلی کولی او د هردول ظلم او نارواوو څخه به  یی څانونه  نه  ژغورل
دخلکو له  اوشکو او وینو تویولو به  یی خوند اخستلو ، د  شهیدانو  په
مبارکو جسدونو به  یی متیازی کولی او د اسلامی مقدسانو هر دول  بی حرمتی
او بی احترامی به یی کولی ، بی ګناه او بی دفاع خلک به یی د خواږه  خوب
وخت  کی په  وینو او چیغو کی ډوب کړل ډ پاکدامنو مسلمانو اوپی دفاع
میرمنو عزت به لیلام شو او بیا به یی  د خپلو رسواییو  د پټولو په خاطر
په شهادت ورسولی . او هغه تش په  نامه  مسلمانان چه هغوی هم  په بیلو
بیلو ساحو کی د دجالی سیستم سره  مرسته کوی او د هغو دجالی قدرتونو د
ظلمونو د قانونی کولو دباره فتوی ورکوی په میدیا او رسانیو کی دهغو په
ګته اسلامی تاویلات کوی دا تول او داسی نور به د شا له خوا  خپله د کړو
عملنامه په ډیره  بی عزتی  سره  اخلی ، مخونه او ټول وجود به یی بد قواره
او د نفرت وړ وی ، دوی به تول هغه کسان وی چه د جال به په دی نړی کی
ورته جنتونه اومقامونه او هر دول  مادی اسانتاییو ورکول  منلی  وو اوس به
د حساب کتاب د توهنینو او ذلیلتیاوو وروسته په ډیره بی عزتی دوزخونو ته
راښکل کیږی او دوزخونو کی به مرګ ته نزدی کیږی او بیا به پخوانی حالت ته
راځی څکه دوزح او جنت کی بیا مرګ نه شته مجازات او مکافات دایمی دی .
نو دا وه زما نظر د نړیوال توب او د دجالی نړیوال حکوت ترمنځ ، کیدی شی
زما نظر سم نه وی مګر ما د اسلام په رڼاکی خپل کوشش کړی دی چه هر څه سم
ولیکم بیاهم د ورونو نظریات ماته د قدر وړ دی که نظریات یی قانع کننده وی
زه به خبلو نظریانو کی تجدید نظر او اصلاح کړم په درناوی