کور / هراړخیز / د غور ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د غور ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د غور ولایت د افغانستان د لویدیځو ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د بامیان ولایت، شمال ته یې د سرپل، فاریاب او باغیس ولایتونه، جنوب ته یې د ارزګان او هلمند ولایتونه او لویدیځ ته یې د هرات او فراه ولایتونه موقعیت لري.
 
د غور ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 625,200 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د چغچران ښار دی او په مرکز سربیره 9 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له تیوره، پسابند، ساغر، تولک، شهرک، دولینه، چارصده، دولتیا او لعل سرجنګل څخه عبارت دي.
 
د غور په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
 
 
 
 
د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د  غور  په ولايت كې په ټولیزه توګه 745 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 726 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 14 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 12 بابه دیني مدرسې، 1 بابه دارالحفاظ)  4 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې ، 1 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو.
 
د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 209,726 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 3,941 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
 
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  2,190 تنه د سواد د زده كړې په 104 بابه كورسونو كې د 61  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د غور په ولايت كې د 4,806,087 امريكايي ډالرو په ارزښت 78 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 31 پروژې بشپړې شوې او 47 پروژې تر کار لاندې دي.
 
په 1390 کال کې د غور ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 2,410 تنه وو چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
 
 
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د پروان په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د تشکیل کموالی او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…