کور / روغتيا / هګۍ چرګه – چرګه هګی

هګۍ چرګه – چرګه هګی

موږ عوام کله چی وایو چرګه نو هګی را په یاد شی او کله چی وایو هګی نو چرګه را په یاد شی او ډاکتران کله چی د چرګی یا هګی نوم واوری نو د واره د سالمانیله مکروب ور په یاد شی .
کله چی موږ نوی ځلمیان وو د سپورت نه وروسته به مو اومه هګی څښله او خوشحاله به وو چی کافی انرژی مو اخیستی ،او دا یقین می هغه وخت لا پسی زیات شو کله چی یوه ورځ د یوه یونانی ډاکتر سره ناست وم او یوه کس د خپل جنسی یا شهوانی ضعف په اړه تری مرسته غوښته او یونانی ډاکتر ورته د نیم خامی هګی توصیه وکړه.مګر ډاکتران بیا بل څه وایی ـ روسی پروفیسوران ایلینه مالیشووه او اندری پردیوس د کورنی چرګی اومی هګی خوړل خطرناک بولی ان د مرګ ترسرحده پوری.
پروفیسور پردیوس وایی ـ چرګه انسانی ساری ناروغی لری چی سالمینالوز نومیږی چی د اسهالاتو سبب ګرځی چی په ۱۸ او ۱۹ پیړی کی د ډیرو اسانانو د مرګ علت وو.
په چرګه کی د سالمینیله مکروب ژوند کوی چی د چرګی د اومی غوښی اواومی هګی په خوړلو سره د هضمی سیستم له لیاری وجود ته داخیلیږی، سالمانیله لکه نور پیتاګینونه له مینځه نه ځی په اسانی سره ځان کولمو ته رسوی هلته تکثر مومی او په کولمو کی اندوتکسین او ایکزوتکسین ترشح کوی. اندوتکسین په وینه کی جذبیږی چی د تبی، ضعف او سر دردی سبب ګرځی،اکزوتکسین دکولمو جدار تخریبوی او دشدیدو اسهالاتو سبب ګرځی.
دکورنی چرګی اومی هګی پوټوکی باندی سالمینیله مکروب وجود لری او د هګی له پوټوکی نه په اسانی سره تیریږی او د هګی په سپین او ژړ کی پاتیږی له همدی کبله ده چی له چرګی راټولی شوی هګی باید ماشومانو ته په لاس ورنکړ شی ځکه ماشوم د عادت له مخی خپلی ناپاکی ګوتی په خوله کی وهی او د ناروغی سبب ګرځی.همدا وجه ده چی ډاکتران ټینګار کوی تر څو په هیڅ صورت او په هیڅ وخت کی اومه هګی ونه خوړل شی.هګی ډیره ښه غذا ده خو باید تر هغو جوش شی چی سپین او ژړ یی ټینګ او کلک شی تر څو د سالمینیله مکروب چی یو مقاوم مکروب دی دحرارت په نتیجه کی له مینځه ولاړ شی.