کور / تازه خبرونه / کابل: موټر بم چاودني شپږ ملکي کسان ووژل

کابل: موټر بم چاودني شپږ ملکي کسان ووژل

په کابل کي د يوې موټر بم چاودنې له کبله د درو کوچنيانو په ګډون شپږ ملکي کسان مړه سول.
چاودنه نن د چارشنبې په سهار د کابل جلال آباد پر لاري د امريکايي ځواکونو يوې قرارګاه ته نيژدې سوې ده.
د کابل د امنيې قومندان جنرال ايوب سالنګي وايي په وژل سويو کسانو کي درې کوچنيان هم شامل دي.
رويټرز آژانس د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خولې وايي چي يوه طالب له موټر څخه په استفادې سره د بهرنيو ځواکونو د قرارګاه مخته ځان وچاودئ.

چاودنه په داسي حال کي رامنځته کېږي چي پرون دافغانستان او امريکا ولسمشرانو په کابل کي تر خپل منځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړ.