کور / z_buitenland_news -- 5 / د هند لومړى وزير پاکستان ته ځي

د هند لومړى وزير پاکستان ته ځي

 


د هندي خبري سرچينو له خولې د هند لومړى وزير به په راتلونکو څو مياشتو کې پاکستان ته ورځي، په خبر کې راغلي چې من موهن سينګ به په خپله دې دوره کې د پاکستان له نوي لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني سره ګوري، تر څو د دواړو خواوو د اړيکو د لا ښه والي په اړه خبرې اترې وکړي.
دا به په تېرو څلورو کلونو کې د هند د لوموړي وزير لومړۍ ليدنه کتنه وي. تر دې وړاندې د هند پخوانى لومړى وزير اټل بهاري واجپايي د دوه زره څلورم کال په جنوري کې پاکستان ته تللى و.
هندي چارواکو ويلي چې د هند د باندنيو چارو وزارت مرستيال شيو شينکر به د ټوليزو خبرو اترو د څلورم پړاو د څارنې په موخه ډېر ژر اسلام اباد ته ولاړ شي.