طالبانو له پاکستانه د استاد ياسر په اړه سپيناوئ غوښتی دی

د لراوبر اداره | مې 6th, 2012


طالبانو په يوه خبرپاڼه کي له پاکستانه د استاد ياسر ( د طالبانو د فرهنګي کميسون پخوانی مشر ) د وژل کېدو په اړه وضاحت غوښتی دی .
له تیرو څو ورځوراهیسې داسې ګنګوسې دي چې دافغانستان داسلامي مارت دفرهنګي کمیسیون پخوانئ مشر استاد محمد یاسر دپاکستاني چارواکولخوا داسارت په مهال پر مهال وژل سوی دی . نوموړئ د ۲۰۰۹ کال دجنوري په میاشت کې په پیښورکې دپاکستاني امنیتي چارواکولخوا نیول شوی  اودنوموړي ګرفتاري په هماغه وخت کې دپاکستاني چارواکولخوا ټولو رسنیوته رسما منل شوې وه.
طالبان وايي چي په پاکستاني زندانونو کي د استاد ياسر د وژل کېدو اوازې د نوموړي کورنۍ او د طالبانو په مځ کي د تشويش سبب سويدي ا له دې امله يې له پاکستان څخه غوښتنه کړېده چي د نوموړي په اړه وضاحت وړاندي کړي چي حقيقت روښانه سي .
استاد ياسر د امريکا او ناټو پر وړاندي مطبوعاتي مبارزې ته نوی رنګ ورکړ ، په ويډيوي کليپونو کي په پرله پسې توګه راڅرګند سو دده د هڅو په نتيجه کي د ناټو ، ايتلافي ځواکونو او افغان دولت پر وړاندي طالبانو د وسله والي جګړې تر څنګ په پسته جګړه ( سافټ وار ) کي هم د ګټونکو په توګه ياد سول .


نوموړی په افغانستان کي د امريکې شتون ته يرغل وايي په يوه ويډيو کي يې پروفيسر استاد سياف ته د هغه يوه پخوانۍ خاطره ياده کړېده ، دلته له يوټيوب څخه د استاد ياسر يوه وينا د بېلګي په توګه وړاندي کيږي .


Copyright Larawbar 2007-2024