کور / تازه خبرونه / دوې بېلا بېلې پروژې بشپړ او د يوې بلې پروژې بنسټ كيښودل شو

دوې بېلا بېلې پروژې بشپړ او د يوې بلې پروژې بنسټ كيښودل شو

د خوست په ولايت كې دوې بېلا بېلې پروژې بشپړ او د يوې بلې پروژې بنسټ كيښودل شو. د دغه ولايت د اسماعيلخېلواومندوزيوپه ولسوالۍكې د نجونو او هلكانولپاره دوې نوې ودانۍ جوړې او ګټي اخيستنې ته وړاندې شوې. د خوست د اسماعيل خېلو اومندوزيو ولسوالۍ د درناميو په سيمه كې د نجونو اوهلكانودوو ښوونځيوته د جوړوشويو ودانيو پرانستنه هم وشوه.



د نجونو ښوونځي وداني د ولايتي بيارغونې ډلې لخواد په درې مليونه افغانۍ او د هلكانو ښوونځي وداني د نړيوال بانك لخوا په پنځه مليونه دوه سوه پنځوس زره افغانۍ جوړه شوې ده. د اسماعيلخېلواو مندوزيو ولسوال دولت خان قيومي وويل چې سږكال يې پدې ولسوالۍ كې نهو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې كړي چې دا د خوست اوپه تېره بيا د دوى ولسوالۍ په تاريخ كې نه دي شوي. بل لورته په خوست كې د اوبوتنظيمولوچارو رياست ته د ودانۍ پرجوړولو پيل و شو.



د خوست ښار لوديځ لوري ته د بادام باغ په سيمه كې د اوبوتنظيمولو چارو رياست ته د نوې ودانۍ جوړولود بنسټ ډبره كيښودل شوه. د نوموړي ولايت داوبوتنظيمولو چارو ريس عبدالمرخان لمر وويل چې د دې ودانۍ په جوړولو به درې مليونه اوه سوه پنځوس زره افغانۍ ولګول شي، چې د اړوند وزارت لخوا وركول كيږي.



په همدې موخه په جوړه شوې غونډه كې نوموړي ريس وويل چې تېر كال يې د خوست په بېلابېلو سيموكې دوه څلويښت سربندونه جوړكړي او اتلس زره دوه سوه جالۍ يې د استنادي ديوالونو د جوړولو پرځاى ويشلي دي.