کور / تازه خبرونه / محلي پوليسو په ژړۍ کي ماين ښخوونکى وواژه

محلي پوليسو په ژړۍ کي ماين ښخوونکى وواژه

کندهار افغانستان- افغان محلي پوليسو نن د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالي کي يو تن وسلوال چي غوښتل يې ماينونه ښخ کړي وژلى دى.
دغه نفر نن غرمه د يادي ولسوالۍ په سنګسار سيمه کي غوښتل پر يوه خامه سړک باندي ماينونه ښخ کړي چي د پوليسو لخوا وليدل سو او د تيښتي کولو تر ناکامي هڅي وروسته د پوليسو لخوا پرې ډزي وسوې او ووژل سو.
له دغه کس سره يو ميل کلاشنکوف او درې کړۍ ماينونه هم يو ځاى د پوليسو لاسته ورغلي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسله خپله وسله والو طالبانو يا کمي بلي ډلي څه نه دي ويلي.