رپورټ : طالبان تر پخوا پیاوړی شوي دي
د رویټرز د خبری آژانس د راپور له مخی د امریکا دوو پارلمانی مهمو استاځو پرون په واشنګټن کی خبردارﺉ ورکړ چی طالبان د دوه کاله وړاندې څخه ، چی اوباما دیرش زره تازه پوځیان ور ولیږل ، نن پیاوړی شوي دي .
د سنا د استخباراتی کمیټې منشی میرمن ډیانی فاین سټاین ( د دیموکرات ګوند څخه ) او د کانګریس د استخباراتی کمیټې منشی مایک راجرز ( د جمهوریت خواه ګوند څخه ) په ګډه اعتراف وکړ چی طالبان نن تر هماغه مهال پیاوړی دي .
دغه دواړه مهم استاځې تیره اوونۍ د افغانستان څخه راستانه شوي دي او پرون یې په واشنګټن کی د سپینی ماڼۍ د ادعاګانو پر خلاف دغه خبردارﺉ ورکړ .
مایک راجرز وویل چی تر ټولو د حقانی شبکه خطرناکه ده او څنګه چی هغوی تقریبأ۵۰۰ امریکایی پوځیان وژلی دي نو باید نوم یې د تروریسټی سازمانونو په لیست کی شامل شی .
دا لومړی ځل دی چی لوړ رتبه امریکایی استخباراتی مسؤلین اعتراف کوی چی طالبان تر دوه کاله وړاندې اوس پیاوړی شوي دي .