کور / مرکه / بلخ: د خوشال خان خټک په نامه لومړنی کتابتون جوړ سو

بلخ: د خوشال خان خټک په نامه لومړنی کتابتون جوړ سو

په بلخ کې د بلخ ادبي خوځښت له خوا د خوشال خان خټک په نامه لومړی پښتو کتابتون جوړ شو.


دغه کتابتون د غويي په ۱۷مه د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د يو شمېر چارواکو، قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون د بلخ ادبي خوځښت په مرکزي دفتر کې پرانستل شو.


د بلخ ادبي خوځښت د مشريزې ډلې غړي ذبيح الله احساس وويل، چې په دغه کتابتون کې څه باندې څلور زره بېلابېل کتابونه موجود دي، چې په افغانستان کې د المان د فرهنګي مرکز ګويټه انسټيټوټ له خوا د شاوخوا لس زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.


نوموړي زياته کړه، چې دغه کتابتون د ټولو پر مخ خلاص دی او د ګډون لپاره به هر ګډونوال يو شپږ مياشتينی کارت د ۲۰۰ افغانيو په بدل کې اخلي.


د هغه په وينا د سهار له ۸ بجو څخه د مازيګر تر ۴ بجو پورې د لوستنې وخت ټاکل شوی دی.


ددغه کتابتون پرانيست غونډه د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې او د بلخ پوهنتون استاد غلام فاروق خپلواک په وينا پيل شوه.


نوموړي وويل، چې دغه کتابتون د شمال په کچه لومړی پښتو کتابتون دی.


د هغه په وينا له دې وړاندې په ټول شمال کې د پښتو ژبې د کتابونو داسې ستر مرکز نه و.


د غونډې په ترڅ کې د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق وويل، چې د خوشال بابا کتابتون په بلخ کې پر فرهنګ بله زياتونه ده.


نوموړي زياته کړه، چې دا کتابتون يوازې پښتنو نه بلکې ټولو قومونو ته په کار دی او هرڅوک ترې ګټه پورته کولی شي.


بلخ ادبي خوځښت په هېواد کې د المان فرهنګي مرکز ګويټه انيسټيټوټ ته د دغه خوځښت د لاسنيوي لپاره مننليک برابر کړی و، چې ددغه انستيتوت په استازيتوب ابراهيم هوتک ته ورکړ.


همدارنګه دغه خوځښت ابراهيم هوتک ته هم له دغه خوځښت سره د مرستې لپاره د خوځښت له خوا مننليک ورکړ.


پرانيست غونډه د چارواکو له خوا د کتابتون د پرانيستې د پټۍ په پرې کولو پای ته ورسېده.


 پته: تاشقران بندر، قابله پروين سړک، لومړۍ کوڅه، د بلخ ادبي خوځښت مرکزي دفتر- مزارشريف افغانستان


اړيکې: ۰۷۹۶۶۸۵۷۹۹                 ۰۷۸۱۱۷۹۳۰۷


ايميل: saar.balkh@gmail.com              zahsass.2@gmail.com                  jawed.balkh@gmail.com