کور / روغتيا / د تيليسميا مرګونې ناروغي مخ پر زياتېدو ده

د تيليسميا مرګونې ناروغي مخ پر زياتېدو ده

افغانستان کي د تيليسميا ( Thalassemia) مرګوني ناروغي مخ په زياتيدو ده.
د افغانستان لپاره د ژوند ژغورني موسسه د تليسميا د کنترول مرکزونه جوړوي


د تليسمسا د نړيوالې ورځې په مناسبت


ډاکټر فطرت
د تيليسميا د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د ژوند ژغورنې د ادارې (LSOA) مشر ډاکټر عطا‌‌ء الرحمن فطرت په يو مطبوعاتي بيان کې د تليسميا ناروغانو او ددوى د کورنيو سره د همدردۍ او همغږۍ څرګندونه کړيده . نوموړى زياتوي چي تر اوسه د ټول هيواد په سطحه داسي کوم صحي مرکزوجود نه لري چې د وينې د وژونکو ناروغيو( تلسيميا او هيموفيليا) درملنه او مخنيوې په کې ترسره شي نو له دې امله په افغانستان کې په  تليسميا اخته  ماشومانو صحي حالت ډير بوږنوونکې او د انديښنې وړ دى چې اکثره ناروغان په کې د تشخيص او درملنې وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي .



 نوموړى زياتوي چي متاسفانه نه تر اوسه افغان دولت او نه هم غير دولتي ادارو په دې اړه د پام وړ کار نه دې کړې ، اکثره ماشومان د وينې او نورو ضرورې درملو د نشتوالې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي ، د ژوند ژغورنې د ادارې مشر ډاکټر فطرت وايې : چې د تليسميا ناروغي په افغانستان کې مخ په زياتيدو ده چې دده په اند ستر لاملونه يې په خپلو خپلوانو کې ودونه کول، د صحي تعليماتو او د يادې ناروغۍ په اړه د معلوماتو نشتوالې دى نوموړې د تليسميا د نړيوالې ورځې په موقع په تليسميا اخته ماشومانو او ددوى کورنيو سره د همدردۍ سربيره د ازيرې هم ورکوي چې ډير ژر به ان شاء الله په کابل او جلال اباد کې د وينې د وژونکو ناروغيو ( تليسميا او هيموفيليا ) د تشخيص ، تداوۍ او کنترول مرکزونه پرانيزي .
ډاکټر فطرت وايي: چې په دې هکله مو وار دمخه د افغان دولت او نورو نړيوالو فدراسونونو سره خبرې اترې کړيدي . د افغانستان لپاره د ژوند ژغورنې د موسسي مشر زياتوي چې نوموړې اداره يوه کاملا ازاده غير دولتي او غير انتفاعي خيريه موسسه ده چې د افغان دولت او د وينې د ناروغيو نړيوالو ادارو سره ثبت او راجستر ده چې هدف يې په افغانستان کې د لومړې ځل لپاره د وينې د مرګونې ناروغيو ( تليسميا او هيموفيليا ) د تشخيص ، تداوۍ او مخنيوي په اړه مبارزه او ديادو ناروغانوسره د وينې سربيره د نورو طبي اسانتياوو برابرول دي.
ډاکټر فطرت د افغان دولت ، ملي تجارانو، بډايه هيوادوالو او د خيرښيګڼې تنظيمونو څخه هيله څرګنده کړه چې دوى په دې سپيڅلي بهيرکې يوازي پرينږدي او خپلې مادي او معنوي مرستي ورسره شريکې کړي تر څو د تليسميا د مخنيوي او د دغه ګلاليو ماشومانو د ژوند شمع بله وساتل شي کوم چې د ژوند او مرګ په کشمکش کي شپې او ورځې سبا کوي.
د تليسمسا د نړيوالې ورځې په مناسبت ډاکټر فطرت په ځوانانو غږ وکړ چې دغه ناروغانو ته د وينو په عطيه کولو کې برخه واخلي ځکه چې دغه معصوم ماشومان د سالمو انسانانو ويني ته سترګې غړوي او دا يې د ژوند د تيرولو  تر ټولو ستره هيله ده .
د اړيکو لپاره :
lsoa.af@gmail.com