کور / تازه خبرونه / شمالي وزيرستان : د دوؤ ورځو نښتو کې 19 کسان وژل شوي

شمالي وزيرستان : د دوؤ ورځو نښتو کې 19 کسان وژل شوي

وزيرستان:چارواکو وئيلي دي د افغانستان د پولې ترڅنگ د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ ترسره شوؤ نښتو کې د تيرو دوؤ ورځو راهسې خواؤشا 19 عسکر او اولسي وگړي وژل شوي او خواؤشا 71 نور ژوبل شوي دي.د اتوار په ورځ دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتې هاغه مهال پيل شوې وې کله چې دشمالي وزيرستان په مرکزي سيمه ميرانشاه کې په راکټونو سمبالو وسله والو دامنيتي عسکرو په کاروان بريد وکړو.چارواکي وائي په وژل شوؤ کې 12 پاکستاني عسکر هم شامل دي چې دهغوي څخه درې تندلارو نيولي اؤ سرونه يې ترې قلم کړي دي. دچارواکو وينا ده 7 اولسي وگړي هم ددغو نښتو په مهال وژل شوي چې پکې دوه ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي او 71 کسان نور ژوبل شوي هم دي.عيني شاهدان وائي دگل په ورځ پاکستاني پوځيانو دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دميرانشاه په مرکزي بازار کې په يوه درې پوړيزه ودانۍ بريد کړى ؤ. دوؤ سيمه ييزو استخباراتي چارواکو ددوؤ ورځو راهسې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوؤ نښتو کې د19ؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى دى. چارواکو دمړو شميره 15 ښودلې وه.استخباراتي چارواکي دا هم وائي چې په نښتو کې 17 تندلاري هم وژل شوي دي.
دچارواکو وينا ده دپوليټيکل انتظاميې او تندلارو ترمينځ دسيمه ييزو قبائيلي مشرانو لخوا دخبرو کولو وروستو په سيمه کې حالات معمول ته راغلي دي او دنهې په ورځ په ميرانشاه کې بازارونه او دوکانونه پرانستل شوي دي.