کور / تازه خبرونه / د ټولګټو چارو وزير: د پکتيارغنيزي چاري نا امنۍ نه دي اغېزمني کړي

د ټولګټو چارو وزير: د پکتيارغنيزي چاري نا امنۍ نه دي اغېزمني کړي

د ټولګټو چارو وزير انجينر نجيب الله اوژن له پکتيا څخه د يوې ليدنې په مهال ژمنه وکړه چې د سړک جوړونې د ځينو ټولګټو پروژو په اړه به له مرستندويانو سره خبرې کوي او په نږدې راتلونکې کې به يې په اړه اقدام کوي.

نوموړي دا هم وويل چې د سړکونو لپاره ځانګړی فنډ شته خو په دې برخه کې نورې ځينې ستونزې موجودې دي چې دوي به يې په اړه له مرستندويانو او قرارداديانو سره ناستې ولري، تر څو شته ستونزې له منځه يوسي.

د پکتيا ولايتي چارواکو له وزير څخه غوښتنه وکړه چې د دې ولايت اړوند قراردادونه بايد د ولايتي چارواکو په خوښه وشي، ځکه د نه همغږي په صورت کې د سړک جوړونې ډېرې چارې نيمګړې پاتې کېږي.

د ټولګټو چارو وزير انجينر اژيرد سړک جوړونې په برخه کې ځينې ستونزې ومنلې او زياته يې کړه په دې برخه کې به د وس تر بريده هڅه کوي، تر څو د افغان دولت په خوښه په ښه کيفيت او خپل وخت سرته ورسېږي.

د ده په وينا د سړکونو په برخه کې دوه عمده ستونزې موجودې دي يو يې د کيفيت او بل يې د جوړېد په مهال او ورسته د څارنې مسله ده.

دی وايي: دا د هيواد په کچه ستونزې دي او تر اوسه پورې په دې اړه شکايتونه لا په خپل ځای پاتې دي.

د سهيل ختيځ زون په کچه د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د ټولګټو چارو وزارت اړوند تر ګردو لويه پروژه د خوست ـ ګرديز د لويې لارې جوړېدل و چې دا مهال يې چارې په نيمايې کې پاتې دي.

د ځايي چارواکو په وينا د دې لويې لارې نږدې اته دېرش (۳۸) کيلومتره ويجاړه پاتې ده چې د لارويانو لپاره خورا ستونزمنه بلل کېږي.

په دې اړه د پکتيا والي جمعه خان همدرد له قراردادي شرکتونو شکايت وکړ چې د خوست ـ ګرديز د لويې لارې په جوړېدو کې يې بهانې لټولې.

د ده په وينا د دې لويې لارې په اوږدو کې هيڅ امنيتي ستونزه موجوده نه وه خو هندي کمپنۍ (L.B.G) امنيت بهانه کاوو.

همدرد وايي: د دې لويې لارې

د ټولګټو چارو وزير په داسې حال کې له پکتيا ليدنه کوي چې دا وخت له دې ولايت څخه د تېرو شويو دوو لويو لارو خوست ـ ګرديز او ګرديز ـ غزني د جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي.

لکه څرنګه چې دا دوه لويې لارې د ولايتي بياروغونې د ډلې (P.R.T) او (U.S.A.I.D) له خوا جوړېدې او قردادي شرکتونو يې د ډول، ډول بهانو له امله دا چارې تر دمه وځنډولې.

د وزير په وينا دا وخت د پکتيا په ولايت کې هيڅ امنيتي ستونزه وجود نه لري، کومې ستونزې چې په دې برخه کې موجودې دي، د قراردادي شرکوتونو او مرستندويو ډلو تر منځ رامنځ ته شوې دي چې دوي به يې په اړه اړوند لورو سره خبرې وکړي.

د پکتيا د ټولګټو چارو ريس انجينر عبدالله درانی بيا وايي: د خوست ـ ګرديز د لويې لارې د جوړېدو مرستندويه ډلې ژمنه ورسره کړې چې د سږ کال په اوږدو کې به دا لويه لاره په بشپړ ډول پخوي.

دی وايي: د ګرديز ـ غزني تر منځ د غځېدلې لويې لارې چارې دا وخت په ټپه ولاړې دي، که چېرته دا لاره جوړه شي، نو د پکتيا يوازې دوې ولسوالۍ جاني خيل او ځاځي اريوب به داسې وي چې پوخ سړک ورته نه وي غځېدلی.

د ټولګټو چارو وزير انجينر نجيب الله اژير په داسې حال کې له پکتيا ليدنه کوي چې دا وخت په دې ولايت کې د لويو او فرعي لارو په اړه ګڼې ستونزې او شکايتونه موجود دي.

له يوې خوا که د خوست ـ ګرديز او ګرديز ـ غزني تر منځ د غځېدلو لويو لارو چارې په نيمايي کې په ټپه ولاړې دي خو له بلې خوا چې کومې لارې جوړې شوې دي، د هغو د کيفيت په اړه شکايتونه لا په خپل ځای پاتې دي.