کور / تازه خبرونه / لوی څارنوال:بهرنيان او وکيلان د دوستم نيول نه غواړي

لوی څارنوال:بهرنيان او وکيلان د دوستم نيول نه غواړي

لوي څارنوال په ډاګه کړه چې دجنرال دوستم دتوقيف کيدو په وړاندې دوه خنډونه چې يي ديويې ديوه بهرني هيواد اوبل ديوشمير کسانو چې دپارلمان وکيلان هم په کې دي خنډونه جوړه وي . 


لوي څارنوال عبدالجبار ثابت چې دوري ١٨مه يي دحساب ورکونې په بهير کې يې خبرې کولې ويل چې دده په وړاندې دپرتو خنډونو جوړونکيو کي درې ډلې کسان دي . 


لوي څارنوال دټوپک دارانو ،يوشمير جنرالانو  اويوشيمر واليانو نومونه يادکړل چې دده په وينا دقانون په تطبيق کې ورته ستونزې جوړوي .


نوموړي ويل چې ددغه جنرالانو په لست کې يوهم جنرال دوستم دي چې ځان دقانون څخه پورته ګڼي .


لوي څارنوال ويل چې جنرال دوستم داکبر باي پرکوري دبريد اودهغه په وهلو اوبرمته کولو پردوسيه کې پر اوو جرمونو تورن د ي چې يوشمير کسان اودترکيي هيواد مداخله کوي  اوپرجنرال دوستم دقانون دپلي  کولو مخه نيسي . 


نوموړيل  چې ددې نه پرته يوشمير نور جنرالان هم دي دده په وينا دغه شميرجنرالانودقرغې په سيمه کې ځمکه غضب کړي اواوس تحقيق ته نه حاضريږي .


نوموړي دننګرهار اودکندوز په واليانو هم تور ولګاوه چې په وينا يي داختلاس کوونکيو اوخيانت کوونکيو ننګه کوي . 


لوي څارنوال ددې ترڅڼګ د   ٦٩٤ مليونوافغانيو،٦٠  مليونه   ډالرو   ٣٣ لکه اوپنځوس زره  پاکستاني  کلدارو  ١٧٨٠ليتره ډيزلو داختلاس اود٣٠٠ تنودخيانت کوونکيواودقانون  ماتونکيوتوقيف کول دخپلو لاسته راوړنو په توګه يادکړل  


لوي څارنوا ل داهم ويل چې څلور مليارده اوشپږ سوه زره  افغانۍ چې په خصوصي کمپنيو اوخلکو پاتې ددولت قرضونه پاتې وو ټول کړي دي اوبانګ ته يي تحويل کړي دي