کندهار: ۲۳۰۰ هکټاره مځکه له کوکنارو پاکه سوه
کندهار افغانستان- د کندها رولايت د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې رياست رئيس ګل محمد شکران نن اوونيزي امنيتي غونډي ته وويل چي کندهار د هيواد په کچه د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې په برخه کي سږ کال لومړى مقام تر لاسه کړى دى.
هغه زياته کړه چي سږکال په کندهار کي د ښې رهبرۍ او ګډي همکارۍ په نتيجه کي ٢٣٠٠ هکټاره مځکه چي پرې کوکنار کرل سوي ول اړول سوې چي دا د هيواد په کچه تر ټولو لوى تعداد دى.
ننۍ امنيتي غونډه چي ماپښين د ولايت مقام د غونډو په تالار کي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه چي پکښي د ملي پوځ د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان، په سهېل کي د ايساف د ګډي قومندانۍ قومندان، د پولسيو د ٤٠٤ ميوند زون مرستيال، د کندهار امنيه قومندان، د ملي امنيت رئيس، نظامي څارنوال او د ملي پوځ د لواء ګانو قومندانانو برخه اخستې وه.
د ملي امنيت رئيس د غونډي برخوالو ته وويل چي د تيري اوونۍ په اوږدو کي يې د ښار او ولسواليو په بېلا بيلو سيمو کي عمليات کړي چي په نتيجه کي د درو تنو مهمو قومندانانو په ګډون ٧ تنه وسلوال مخالفين نيولي، څلور تنه يې وژلي او يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق خان وويل چي ددوى پوليسو هم د تيري اوونۍ په اوږدو کي د يو شمېر کره معلوماتو پراساس عمليات کړي او ٧ تنه وسلوال مخالفين يې وژلي دي.
نومنړي زياته کړه چي ددې کسانو د وژني ترڅنګ يې ٩ تنه نور ژوندي هم نيولي چي وروسته اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل سوي دي.
په نني امنيتي مجلس کي يو ځل بيا پر ټولو ګډونوالو باندي ټينګار وسو چي لوړ پوړيزه ودانيو او نورو عام المنفعه تاسيساتو د ساتني لپاره يو لړ نور اقدامات هم وکړي او مخالفينو ته ددې چانس ورنه کړي چي له دې ځايونو په استفاده خپل شوم اعمال مخته يو سي.