١٦۰۰۰ زره کيلو ګرامه امونيم نايټريټ ونيول

د لراوبر اداره | مې 10th, 2012


کندهار افغانستان- افغان سرحدي پوليسو تېره شپه د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالي کي د عملياتو پرمهال ١٦ زره کيلو ګرامه امونيم نايټريټ کيمياوي سره نيولې ده.


ياده سوې سره په يوه باروړونکي مازدا موټر کي رابار سوې وه چي د ولسوالۍ د وېش په سيمه کي د پاکستان سره پر پوله باندي تر راوښتلو وروسته نيول سوې ده.


ددې مازدا موټر سره په تړاو تر دې دمه څوک نه دي نيول سوي ولي پوليسو يې د نيولو لپاره هلي ځلي پيل کړي دي.


امونيم نايټريټ هغه کيمياوي سره ده چي د افغان دولت وسلوال مخالفين ورڅخه د سړک غاړي بمونو په جوړولو او بمي حملو کي استفاده کوي.


پر دغه کيمياوي کود باندي څه باندي درې کاله وړاندي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئيس تر خاص فرمان وروسته بنديز ولګېدى او استعمال يې ممنوع اعلان سو.

Copyright Larawbar 2007-2024