په کوټه کې چاودنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

رفيع الله مندوخېل | مې 14th, 2012


په کوټه کې د يوې چاودنې له امله د امنيتي سرتېرو په ګډون څلور تنه وژل شوي او اته ويشت نور ژوبل شوي دي .
پوليس وايي، چې چاودنه په عالمو څلورلاره کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان د بريد په نتيجه کې رامنځته شوې ده، چې په کې دوه امنيتي سرتېري او دوه نور کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په شمول تر اته ويشت پوري عام وګړي ژوبل شوي دي . د چاودنې له کبله ډېری ودانيو ته هم زيان اووښتی دی .
تر اوسه چا د پېښي پړه پرغاړه نه ده اخيستې، خو تر دې وړاندي پر سرياب واټ د ځواکونوپر کاروان د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې وه .

Copyright Larawbar 2007-2024