د پروان ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر
د پروان ولایت د افغانستان د مرکزي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د کاپیسا او پنجشیر ولایتونه، شمال ته یې د بغلان ولایت، جنوب ته یې د کابل ولایت او لویدیځ ته یې د وردګو او بامیان ولایتونه موقعیت لري.
د پروان ولایت چې د هېواد دویمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 600,000 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د چاریکار ښار دی او په مرکز سربیره 9 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې غوربند، بګرام، جبل السراج، سالنګ، سیدخیل، سرخ پارسا، شینواري، شیخ علي او کوه صافي څخه عبارت دي.
د پروان په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د پروان په ولايت كې په ټولیزه توګه 450 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 409 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 30 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 4 بابه دارالعلوم، 18 بابه دیني مدرسې، 8 بابه دارالحفاظونه) 7 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې ، 6 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو. د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 206,867 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 6,168 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 7,091 تنه د سواد د زده كړې په 358 بابه كورسونو كې د 141 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د پروان په ولايت كې د 10,768,441 امريكايي ډالرو په ارزښت 95 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 51 پروژې بشپړې شوې او 44 پروژې تر کار لاندې دي.
په 1390 کال کې د پروان ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 3,744 تنه وو چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د پروان په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د تشکیل کموالی او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…