کور / سپورټي / سوپر سټار او شهيدمنان لوبډلي پايلوبو ته ووتلې

سوپر سټار او شهيدمنان لوبډلي پايلوبو ته ووتلې

سوپرسټار او افغان چيتا لوبډلې دشهيدمنان جام سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه .
دسې شنبې په ورځ سوپرسټارلوبډلې خراسان او افغان چيتا _اريانا لوبډلې ته په ماتي ورکولو سره وکولاى شول چې دشيهدمنان جام سياليوپاى لوبې ته لاره پيدا کړي .
دنن ورځې په لومړۍ لوبه کې خراسان لوبډلې لومړى توپ وهنه وکړه او په اتلس اورونو کې دټولو لوبغاړو په سوزيدوسره يوسلو درې منډې ترسره کړې چې په ځواب کې سوپرسټارلوبډلې وکولاى شول چې داوه لوبغاړو په سوزيدو سره ټاکل شوى هدف پوره او په درې ويکټو خراسان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددغه سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړي .
په ياده لوبه کې دسوپرسټار لوبډلې څخه وحيدعرب دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
په دوهمه لوبه کې چې دماسپښين له لورې دافغان چيتا اواريانا ترمنځ ترسره شوه اريانا لومړى توپ وهنه وکړه اوپه ټاکلي شل اورونو کې داته لوبغاړو په سوزېدو سره يوسلو څلوردېرش منډې ترسره کړي .
په ځواب کې دافغان چيتا لوبډلې وکولاى شول چې ټاکل شوى هدف په نولس اورونو کې داوه لوبغاړو په سوزيدو سره پوره کړي او په درې ويکټو اريانا لوبډلې ته په ماتي ورکولو سره ددې سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړي .
په دغه لوبه کې دافغان چيتا لوبډلې کپتان نسيم قصاب چې ترپايه ونه سوزيدو او دخپلې لوبډلې په ګټه يې شپيته منډې کړې وې دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
ديادونې وړده چې دشهيدمنان احمدزي جام پاى لوبه به دچهارشنبې په ورځ دجلااباد ښار په سراج العمارت بڼ کې دماسپښين په يوه بجه دسوپرسټار اوافغان چيتا لوبډلې ترمنځ ترسره شي چې دننګرهار ملي تلويزيون څخه به په ژوندۍ بڼه خپره شي .