کور / خبرتیا او پيغامونه / د مولوي ارسلان رحماني دمړيني په اړه

د مولوي ارسلان رحماني دمړيني په اړه

په ژور تاسف سره مو اطلاع تر لاسه کړه چې د افغانستان مومن او رېښتنۍ مسلمان بچۍ، د سولې او امن علمبردار، مشهور عالم او مذهبي شخصېت مولوي ارسلان رحماني د اسلام د مقدس دين او زمونږ د ګران هېواد د قسم خوړليو دښمنانو له خوا په شهادت ورسيد.

قالو انالله و انا اليه راجعون

مونږ پدې ستر غم او ماتم کې ځان د معزز له غمځپلې کورنۍ، د سولې عالي شورا لوړ مقام او ټولو پر دين او وطن مينو مسلمانانو سره شيک ګڼو.
لوی او بښونکۍ خداې (جل جلاله) دې شهيد مولوي صاحب ته جنت الفردوس په نصیب کړي او د کورنی پاتی غړو، خپلوانو او ټولو سوله غوښتونکو افغانانو ته دی صبر جمیل نصیب کړي.

په درنښت

الحاج غلام ګل مصلح

د افغانستان اسلامي حرکت عمومي امیر