کور / شعر / کــــلا نکــا ره

کــــلا نکــا ره

ته پرڅه باندي غـره یې کــــلانکــاره

نیکي نسته یــووراني تــه یې بیکاره

صرف خــبري در رسـیږي زوروره

په عمل کي پوچ له هرڅه یې ښامـاره

په تهمت او بد ګویي کي پهــلـوان یي

د بل چا په تحقـیرخوښ یې د ل ازاره

ته به کله د وروري په مفهوم پوه شې

ولي ته له خپلو کــــړو نه یې بیزاره

په تاوان دبل سړي دي زړه مسرورشي

د خودخواه خلګو بـد نیت بده یې لاره

امانزیه څوک چي کړي سالم فکـرونه

د خپل کاره به راضي یې وارلـه واره

اما نزی ناروي ۲۰ اپریل ۲۰۱۲