په بلوچستان ايالت کې يو بل ژورناليست ووژل سو .

رفيع الله مندوخېل | مې 19th, 2012


د بلوچستان ايالت په تربت سيمه کې يو ژورناليست ووژل سو .
د تربت سيمې پوليس وايي، چې ناڅرګنده وسله والو د ايکسپرېس تلويزون يو ځايي خبريال رزاق ګل له تښتولو وروسته وژلی دی . او بيا يې مړی په ياده سيمه کې غورځولی دی .
ژورناليست رزاق ګل تېره ورځ ناڅرګنده وسله والو هغه مهال تښتولی وو، کله چې نوموړی له مطبوعاتي مرکز څخه د کور پر خوا رهي وو، چې نن ياني د شنبې په ورځ يې مړی وموندل سو . نوموړی پر سر او سينه په مرميو ويشتلی وو .
د پېښي پر ضد نن په تربت، مند، هوشاب او تمپ سيمو کې کاربنديز وو او د ژورناليستانواتحاديو د رزاق وژنه په کلکه غندلې ده . د ايالت ژورناليستانو د درې ورځني ماتم او د جون له لومړۍ نېټې د احتجاج پيل کولو اعلان کړی دی . او له حکومت څخه د ژورناليست د قاتلانو د نيولو غوښتنه سوې ده . تر اوسه کومې ‌ډلې د پېښي پړه پر غاړه نه ده اخيستې .
په کوټه کې د بلوچستان د ژورناليستانو داتحاديې يا بلوچستان يونېن اف جرنلسټس مشر عيسی ترين وايي، چې د ژورناليست د وژنې دا لومړۍ پېښه نه ده، چې رامنځته کېږي . تر دې وړاندي هم په ايالت کې ژورناليستان وژل سوي دي . او له تېر مېلادي کال راهيسې په ايالت کې پنځلس ژورناليستان وژل سوي دي . د ژورناليستانو د وژنې لړۍ به تر کومه روانه وي؟
په بلوچستان کې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې يوويشت ژورناليستان په هدفي وژنو، بمي چاودنواو له تښتول کېدو وروسته وژل سوي دي . په تېرمېلادي کال کې په ايالت کې اووه ژورناليستان ووژل سول . خو تر اوسه څوک په دې تړاو نه دي نيول سوي .
د ژورناليستانو نړيوالي اتحاديې پاکستان د ژورناليستانو لپاره تر ټولو له خطره ډک هيواد ګرځولی او په يوه رپورټ کې ويل شوي چې دلته خبريالان په ازاده توګه کارنه سي کولای او دوی د وسله والوډلو او استخباراتي ادارو له خوا ګواښل کېږي .

rafiullah.mandokhail@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024