کور / راپور / د نوموتي شاعر اسلم لوڼ سلم تلين ولمانځل سو

د نوموتي شاعر اسلم لوڼ سلم تلين ولمانځل سو

نېټه١٣٩٠، ٠٢، ٢٨
کندهار افغانستان- د پښتو او دري ژبو د نوموتي شاعر اسلم لوڼ سلم تلين د کندهار ولايت په منډيګک ماڼۍ کي د افغانستان د لر او بر څخه د راغلو ليکوالانو او اديبانو له ګډون ولمانځل سو.

د ښاغلي لوڼ د سلم تلين لمانځني ته د ولسمشر کرزي فرهنګي سلاکار زلمى هيوادمل، د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزن امر زرين انځور، کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا، د کندهار ولايت مقام مرستيال او وتلى شاعر او ليکوال عبدالقديم پتيال، استاد او څېړونکى سعدالدين شپون، د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لېوال، د کندهار پوهنتون د ادبياتو د پوهنځۍ استاد شېرشاه رشاد، د کابل پوهنتون استادانو، د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز غړو او سلګونه نورو کندهار ميشت ليکوالان او شاعران راغلي ول.

دغه علمي غونډه د کندهار ولايت مقام او اطلاعاتو فرهنګ رياست په ګډو هڅو او کوښښونو جوړ او تنظيم سوى و چي پکښي د ياد نوموتي شاعر پر کاري ژوند او د شعر د غنى لپاره يې پر کوښښونو خبري وسوې او مقالې وويل سوې.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا غوڼدي ته د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئيس جلالتماب حامد کرزي پيغام ولوستى، ولسمشر په پيغام کي له دې امله چي کندهار همېشه د ادب کور پاته سوى خوښې ښودلې وه او دلته يې د فرهنګيانو او اديبانو هڅي ستايلي وې
د ولسمشر تر پيغام وروسته د کندهار ولايت مقام د مرستيال عبدالقديم پتيال لخوا د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د وزير سيد مخدوم رهين پيغام چي د همدې علمي سييمينار لپاره رالېږل سوى و غونډي ته واورول سو.

وزير په خپل پيغام کي د اسلم لوڼ ژوند د کندهار د باميزو کوڅې له خټينو کورونو راپيل کړى او تر يوه ډېر حساس او مهم پړاو پوري يې رسولى و ، هغه هم ښاغلى لوڼ د ادب او شعر د برخي يو نوميالى ياد کړى دى.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د خپلي وينا پرمهال وويل چي ددې ډول غونډو او لمانځنو لړۍ د کندهار د شاهي دربار سره چي شاه حسين هوتک لخوا به لمانځل کيدې وتړلې او زياته يې کړه چي هغه وخت هم د شاهي دربار ترڅنګ په ډلييز او پردې ډول ځيني نورو کسانو هم د پښتو ادب او شعر د غنا لپاره هڅي کړي دي.

د هغه په خبره چي کندها رولايت مقام په اوسني وخت کښي د نورو سياسي افتخاراتو ترڅنګ په فرهنګي برخه کي هم زيات کار کړى چي په خبره يې هيڅ څوک پرې سترګي نسي پټولاى.

د ولسمشر فرهنګي سلاکار زلمي هيواد مل هم د اسلم لوڼ علمي سيمينار ته وينا وکړه او پرمهال يې د ادبياتو په برخه کي د کندهار ونډه او ځاى خورا خاص او د حياتي اهميته ډکه وباله او زياته يې کړه چي د دولسمي پېړۍ په دننه کښي د هندي شاعرۍ سبک پيل سوى چي د نورو شاعرانو ترڅنګ د کندهار شاعرانو خورا ښه پاللى او ددې سبک وروستى پيروان عبدالغفار بريالى دى.

په دې غونډه کي د پلازميني او ولايتونو د نورو ليکوالانو ترڅنګ د کندهار ليکوالو او شاعرانو هم ويناوي وکړې او د اسلم لوڼ کارونه او فرهنګي هڅي يې وستايلې.