کور / روغتيا / د سینې (تي) سرطان

د سینې (تي) سرطان

د سینې سرطان د سرطان هغه ډول ته ویل کیږي چې د سینې په انساجو کې منځ ته راځي. د سینې سرطان دوه عمده ډولونه لري:
د شیدو د کانالونو سرطان: دا د سینې هغه ډول سرطان دی چې د سینې په هغه کانالونو کې منځ را ته راځي چې شیدې پکې بیرون ته انتقالیږي. د سینۍ ډیری سرطانونه په همدې ډول پورې اړه لري.
د شیدو د تولیدونکو برخو سرطان: دا د سینې هغه ډول سرطان دی چې د سینې په هغه برخ و کې منځته راځي چې د شیدو د تولید مسؤلیت پغاړه لري.
په ډیرو کمو حالتونو کې د سینې سرطان د سینې په نورو برخو کې منځ ته راځي.
د سینې سرطان کیدای شي متهاجم او یا غیر متهاجم خاصیت ولري. متهاجم خاصیت په دې معنې چې کولای شي له خپل اصلي ځای (د شیدو کانالونه او د شیدو د تولید برخې) څخه د سینې نورو برخو ته خپور شي. غیرمتهاجم هغه ډول سرطانونو ته ویل کیږي چې له خپلو اصلي برخو څخه ېې د سینې نورو برخو ته نه خپور شوی. کچیرې د سینې د سرطان دا ډول پروخت تشخیص او تداوي نشي، متهاجم خاصیب غوره کوي او کیدای شي د سینې نورو برخو ته هم ځان خپور کړي.
د خطر عوامل:
سن او جنسیت – د سن په لوړیدو سره د سینې د سرطان پیښې هم لوړیږي. په ښځینه وو کې د سینې د سرطان پیښې په ۵۰ کالو څخه په لوړ سن کې ډیرې لیدل کیږي. په ښځینه وو کې نسبت نارینه وو ته د سینې د سرطان پیښې سل چنده ډیرې لیدل کیږي.
ارثیت – کچیرې د یوه شخص د کورنۍ په غړیو کې د سینې، رحم، تخمدان او کولمو د سرطان پیښې لیدل شوي وي، د سینې په سرطان د نوموړي شخص د اخته کیدو ډیر احتمال موجود دی. د ۲۰ – ۳۰ سلنه پیښو کې د کورنۍ تاریخچې رول ثابت شوی دی.
جین – ځینې کسان داسې ډول جینونه لري چې د سینې په سرطان د دوی د اخته کیدو چانس زیاتوي.
میاشتنی عادت – هغه میرمنې چې د ۱۲ کلنۍ څخه ېې مخکې لومړنی میاشتنۍ عادت تجربه کړی وي او د ۵۵ کلنۍ څخه وروسته دمینوفار دورې (د وچیدو دوره) ته داخلې شي، تر نورو د سینې په سرطان د اخته کیدو ډیر احتمال پکې لیدل کیږي.
د الکولو څښاک – د الکولو استعمال د سینې د سرطان د اخته کیدو خطر زیاتوي.
لنګون – هغه میرمنې چې هیڅ ماشومان نلري او یاېې تر ۳۰ کلنۍ وروسته ماشومان دنیا ته راوړي، تر نورو د سینې په سرطان د اخته کیدو ډیر احتمال پکې لیدل کیږي.
د استروجن اخیستل ـ د ډیرو کلونو لپاره د تداوی موخه د استروجن په نامه د یوه هورموم څخه استفاده کول هم د سینې په سرطان د اخته کیدو چانس زیاتوي،
چاغتوب ـ اګر چې پر دې موضوع تر اوسه بحثونه او څیړنې روانې دي خو ویل کیږي چې چاغې میرمنې د نورو په پرتله د استروجن د تولید زیاته وړتیا لري او د استروجن همدا لوړه کچه کیدای شي د سینې د سرطان په پرمختګ کې رول ولري.
شعاګانې ـ هغه میرمنې چې د ماشومتوب او یاهم د ځوانۍ په لومړیو وختونو کې ېې د سینې قفس د سرطان د تداوۍ په موخه له طبي شعاوو څخه استفاده کړي وي تر نورو د سینې په سرطان د اخته کیدو ډیر احتمال پکې لیدل کیږي.
نښې نښانې:
د سینې سرطان د پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې نښانې نښانې نلري تر څو ناروغ وهڅوي چې د تشخیص او تداوی په لټه کې شي، په همدې اساس د سینې منظم معاینات ډیر اړین بریښي تر څو د سینې سرطان د خپل پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او په تداوی ېې لاس پورې شي.
د سینې سرطان د پرمختګ په وخت کې لاندې نښې نښانې له ځانه سره لري:
په سینه او یا هم تخرګ کې کلکې ټوټې چې معمولا غیرمنظمې څنډې لري پیدا کیږي. دا ټوټې معمولا درد نلري.
د سینې په شکل، اندازه او احساس کې تغیر را منځته کیږي.
د سینې له څوکې د غیرنورمالو مایعاتو راوتل، چې کیدای شي دا ډول مایعات سور رنګي، زیړ رنکي او یا هم شین رنګي وي.
د سینې سرطان د خپل پرمختګ په وروستیو پړاوونو کې لاندې نښې نښانې له ځانه سره لري:
د هډوکو درد،
د سینې درد،
په سینه کې د زخم پیدا کیدل،
د مټ یا بازو پړسوب او دا معمولا په هغه مټ یا بازو کې لیدل کیږي چې ناروغې سینې ته نژدې وي،
د وزن بایلل.
معاینات:
د سینې د سرطان د تشخیص او کنټرول لپاره معمولا د لاندې طبي معایناتو څخه استفاده کیږي:
د سینې ام آر آی: په سینه کې د ټوټو د پیدا کیدلو او یاهم په سینه کې د غیرنورمال تغیر د رامنځته کیدلو د پیژندلو لپاره بهترینه وسیله ده،
د سینې التراسوند: د دې معاینې په وسیله په سینه کې د پیدا شویو ټوټو د ماهیت او جوړښت په باب پوهیدلی شو،
د سینې د نمونې اخیستنه: د دې معاینې په وسیله د ناروغې سینې یوه کوچنۍ ټوټه د معایناتو لپاره اخیستل کیږي،
سي ټي سکن: د دې معاینې په وسیله د سینې د سرطان د خپریدو کچه معلومیدای شي،
ماموګرافي: په سینه کې د غیرنورمال حالت د معلومولو لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي. په عادي حالتونو کې هم معمولا له همدې وسیلې ګټه اخیستل کیږي.
د پرمختګ د کچې د معلومولو او د تداوۍ د پلان لپاره د سینې سرطان معمولا مرحله بندي (سټیج بندی) کیږي او ستیج د سرطان د خپریدو تر کچې پورې اړه لري یعني هر څومره چې سرطان ډیر خپور شوی وي په هماغه انډول ېې ستیج لوړ وي. د سینې سرطان د صفر څخه تر ۵ پورې سټیجونه لري.
تداوي:
د سینې د سرطان تداوي په زیاتو عواملو پورې اړه لري، مهم ټکي ېې په لاندې ډول دي:
د سرطان په ډول او سټیج پورې،
د ځینو خاصو هورمونو په مقابل کې د سرطان پر حساسیت پورې،
د سرطان په واسطه د یوه خاص جین پر تولید پورې.
په عام ډول د سرطان تداوي لاندې ډولونه لري:
د داروګانو په وسیله،
د طبي شعاګانو په وسیله،
د جراحی عملیات په وسیله.
څه وخت باید ډاکټر ته مراجعه وکړو:
د لاندې حالتونو د موجودیت په صورت کې باید حتما اړونده متخصص ډاکټر ته مراجعه او د معایناتو په لټه کې شو:
په سینه یا تخرګ کې د کلکو ټوټو پیدا کیدل،
د سینې له سورې څخه د غیرنورمال مایعاتو راوتل.