کور / خبرتیا او پيغامونه / د نجيب الله ستانکزي پر مړينه ډاډګیرنې پیغام

د نجيب الله ستانکزي پر مړينه ډاډګیرنې پیغام

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مدیر شفیق الله عصمت ستانکزي پلار نجیب الله عصمت ستانکزی د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوې ترافیکې پیښې کې سخت ټپي او پرون ماښام یې له دې پاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
د شهید د جنازی لمونځ نن د یکشنبې ورځ د ثور میاشتې په ۳۱ نیټه، د ماسپیښین په ۲ بجو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند مامور سلام هوټل ته څیرمه ادا او په خپلې پلرنۍ هدیره کې خارو ته سپار ل کیږي .
قالوانالله وانا الیه راجعون .
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه پلاوی او ټول کارکونکي له شفیق الله عصمت ستانکزي او دهغه له درنې کورنۍ او دوستانو سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولي.
لوی او بښونکی خدای (جل جلاله) دې شهيد ته جنت الفردوس په نصیب کړي او د کورنۍ پاتې غړو او خپلوانو ته صبر جمیل او اجر عظیم ور په برخه کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اداره