کندهار: ښځينه زده کوونکو ته ديني مدرسه جوړه سوه

د لراوبر اداره | مې 20th, 2012


په کندهار کی دلومړی ځل لپاره دښځو زده کوونکو لپاره دينی مدرسه جوړه سوه
نېټه١٣٩٠، ٠٢، ٣١
کندهار افغانستان- دکندهار دپوهنی ریاست له لوری په لومړی ځل دښځینه ‌‌زده کوونکو لپاره یوه عصری دینی مدرسه جوړه سوه.

یاده ودانې د کندهار ښاردنهمی ناحیې اړوند ختیځ لوری ته جوړه سوې،چی په دې ولایت کي دلويی مدرسې محمدیې یوه څانګه ده .

دلويي محمديه مدرسې مدیر مولوی محمد نیسم اخندزاده وایی دامهال په یاده مدرسه کی ۲۸۳ تنې انجونی زده کړی کوی او ۱۲ تنه ښوونکی لری،چی ټولی یې ښځینه دی.

هغه وویل، که څه هم دمدرسې لپاره جوړه سوې ودانې عصری نه ده ،خو ۱۲ ټولګی، ١٢ تشنابونه او نور اړین ملحقات پکښی شتون لری.

هغه وويل په لومړی ځل یې دنارینه طالب العمان ترڅنګ دښځینه زده کوونکو لپاره ددینی زده کړو زمینه برابره کړې ده.نوموړي غوښتنه وکړه چي نوري مدرسي هم بايد دښځينه زدکونکولپاره پرانيستل سي ترڅوزموږښځينه هم دديني زده کړو څخه برخمني سي.

دکندهار دولایتی شورا منشی حاجی حفیظ الله مجاهد دیادی دینی مدرسې دپرانیستلو پرمهال انجونو ته ددینی زده کړو دزمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او ننې دینی مدرسه یې اړینه وبلل.

هغه دینی زده کړی دهرچا نارینه او ښځی لپاره مهمی وګڼلې او زیاته یې کړه،چی اوس دزده کړو زمینه برابره سوې او دافرصت باید دلاسه ورنه کړو.

ديادي دینی مدرسې یوې ښځينه ښوونکی بیا ډيره خوښي وښوده ووي ويل چي دښځينه زده کوونکولپاره ديني زده کړي هم ډيري اړيني دي هغي پر میندو او پلرونو ږغ وکړ،چی خپل ښځینه دنارینه زده کوونکو په شان دینی زده کړو ته وهڅوی او یادی مدرسې کی یې شامل کړی.

دیادونی وړده دامهال دکندهارښار ترڅنګ په لیری پرتو ولسوالیو کی هم دښځینه زده کوونکو لپاره ښوونځی سته، خو دټول ولایت په کچه دا لومړنى ښځينه دینی مدرسه ده،چی پرانیستل کیږی.

Copyright Larawbar 2007-2024