کور / شعر / غزل

غزل

سترګي ډکي وړم له اوښکو هر محل غــــــــــــــــــــــزل ته ژاړم
هم مي خپل قلم ژړیږي هم د بل غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل ته ژاړم
ګودر وچ دی منګي نســـــــــــــــته نخرې هیري دي له نجونو
پیزوان نه زانګي د پیـــــــــــــــــــــــــغلو پر اوربل غزل ته ژاړم
« نن دي تار د زلفـــــــــــــــــــــــــــــو راوړه چي کفن ورله ګنډمه
بریتور مي شهید ســـــــــــــــــــــــــوی پر مورچل غزل ته ژاړم»
څه سرتوري دي په منډو هغه زمــــــــــــــــــــــا پښتنې ښکلي
سور سالو یې پر ســـــــــــــــــــــــــر نسته پر کاکل غزل ته ژاړم
سپین ویښته مي آیینه ده خپل لــــــــــــحد مي پکښی وینم
د مستۍ جنازه وړمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه پل پر پل غزل ته ژاړم
چي مي اوښکي تویولې د حمیــــــــــــــــــــــــــــــــــد پر پردیسیو
لیونی سومه یارانو نن مي خپــــــــــــــــــــــــــــــــــل غزل ته ژاړم
راته سوځي لاندي باندي پکښی وریت مي سول خیالونه
پر کنړ وایمه ساندي پر کابـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــل غزل ته ژاړم
نه ساقي وینم په خوب کي نه ټــــــــــــــــــــــولۍ سته د یارانو
یو په یو رانه پاتیږي پر مزل غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل ته ژاړم
په سیلۍ کي سیوري وینم جهـــــــــــــــــــــــــــاني سره ورکیږو
تللي وینمه په خوب کي پر اجـــــــــــــــــــــــــــــــــــل غزل ته ژاړم