د شيکاګو د مرستو په اړه دکابل ورځپاڼي

عطاالله محمدي | مې 21st, 2012


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې د بحث زیاته برخه بیا هم د شیکاګو سرمشریزې او د دې غونډې په اړه د افغانانو غوښتنو ته ځانګړې شوي، چې حمید مومند يي غورچاڼ برابر کړی دی.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د شیکاګو سرمشریزه په دې اړه یو واضح پیغام ورکوي، چې افغانستان نور یوازې نه دې او نړېواله ټولنه له دې هېواد سره د اوږدې مودې د مرستو او همکاریو هوډ لري.

ورځپاڼې لیکلي، چې د شیکاګو په غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او سمبالتیا په اړه خبرې یو مثبت پرمختګ دې او ناټو او ملګري یي په افغانستان کې د خپل پوځي حضور پر ځای په دې فکر کوي، چې په څه ډول سره د دې هېواد امنیت او ثبات افغان ځواکونو ته وسپاري.

خو ورځپاڼې لیکلي، چې د افغانانو ستونزه یوازې د امنیتي ځواکونو په تمویل سره نه هواریږي، بلکه ناټو او ملګرو ته یي پکار ده، چې په افغانستان کې د یو سیاسي حل په اړه هم فکر وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې نړېواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا په لارو چارو او د ښه حکومتدارۍ په برخه کې هم مرسته وکړي او د دې ترڅنګ په ایران او پاکستان اغیز فشارونه راولي، چې په افغانستان کې خپله لاس وهنه بنده کړي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د شیکاګو کنفرانس یوازې هغه مهال بریالې کیدای شي، چې نه یوازې په کې ژمنې ترلاسه شي، بلکه یو داسې میکانیزم هم له مخکې نه جوړ وي، چې دا ژمنې عملي کړای شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا مرستې هله ګټورې ثابتیدای شي، چې په شیکاګو کې د ناټو غړي هیوادونه د اداري فساد ستونزې ته هم جدي پاملرنه وکړي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا پدې مسئلې بحث کړې، چې ایا ولس کولای شي، چې د شیکاګو مرستې له فساده وژغوري.

ورځپاڼې لیکلي، چې تمه ده د شیکاګو غونډه له افغان امنیتي ځواکونو سره د څلور اشاریه یو میلیارډو ډالرو کلنۍ مرسته اعلان کړي.

خو د ورځپاڼې په وینا ددې مرستې د لګولو او ورنه د ښه ګټه اخستنې په وړاندې جدي ستونزې پرتې دي، چې افغانان ورته په اندیښنه کې دي.

د ورځپاڼې په وینا دا، چې دا مرستې باید څه ډول ولګولې شي، له کوم میکانیزم نه کار واخیستلای شي او په څه ډول سره پکې د درغلیو او فساد مخه ونیولې شي تر څو ټاکل شویو اهدافو ته ورسیږي، خورا ضروري ده.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د شیکاګو له سرمشریزې د مدنې ټولنې د همغږۍ د مرکز ځینې غوښتنې راخستي او لیکلي، چې شیکاګو غونډه باید داسې پریکړې وکړي، چې په افغانستان کې د ډاډمنې سولې لامل شي.

ورځپاڼه لیکي، چې د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز دا هم غواړي، چې نړیواله ټولنه دې د افغان ځواکونو د سمبالولو ترڅنګ بنسټیزو پروژو او ډاډمنې سولې ته هم باید پاملنره وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې که څه هم د شیکاګو سرمشریزه د افغانستان لپاره د ناټو تر ټولو ستره غونډه بللې، خو لیکلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه داسې پریکړې وکړي، چې دغه هیواد یو ځلې بیا د ترورزم په مرکز بدل نشي.

ورځپاڼې لیکلي، چې له افغان پولو د باندې په ګاونډ کې د القاعده او نورو وسله والو مرکزونه هغه څه دي، چې په افغانستان کې د ترورزم په خلاف مبارزه ننګوي او د ورځپاڼې په وینا دې مسئلې ته باید جدي پام وشي.

Copyright Larawbar 2007-2024