کور / تازه خبرونه / په ميرانشاکې څارګرو الوتکو څلور اورپکي وژلي

په ميرانشاکې څارګرو الوتکو څلور اورپکي وژلي

پېښوردخېبرپښتونخوا په قبایلي سیمه کې څارګرو الوتکو لږترلږه څلورطالبان په برید کې وژلي دي. امنیتي چارواکو ویلي چې برید میرانشا ته څېرمه پر یوه کور شوی دی.میرانشا د وزیرستان په شمال کې له لویو ښارونو دی، چې په غالب ګمان د پاکستاني طالبانو د تحریک او القاعدې سره تړلي خواخوږي په کې فعالیت کوي.د پاکستان پارلمان تېره میاشت پر پاکستاني خاوره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د بندولو کلکه غوښتنه وکړه.د څارګرو الوتکو بریدونو د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ سیاسي اړیکي ترینګلي کړي دي.د امریکا متحده ایالتونه وايي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه نه بندوي، او وايي چې دا د القاعدې او اورپکو په له منځه وړلو کې غوره جګړه ییز تاکتیک دی.