کور / اسلامي / الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۸)

الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۸)

دشرابودڅيښلوسزاپه شريعت کی:
په شریعت کی دشرابووڅښونکی ته ۸۰ اتیادورې ټا کل شویدی، داچې ولی په اسلام کی دشراب خوړه لپاره ۸۰ دورې ټاکل شویدی ددې ځواب لاندی موندو:
که چیری دیوه انسان عمرسل کاله وي،نوښکاره خبره ده چې په لومړیو۱۵ کلونوکی عقل پوره نه وی نوځکه شریعت تر۱۵ کلنۍ وروسته یو انسان مکلف کوي، اوهمدارنګه ترسلوکلونومخکی هم دانسان عقل اودماغ ډېرضعیفه اوکمزوری وي، نوچې کله ۵+۱۵=۲۰، نوځکه هلته پاته ۸۰ کاله کیږی اوودې انسان ته دهرکال په بدله کی یوه دوره وهل کیږي اوودې شراب خوره ته په دې سزاورکول کیږی چې کله عقل پوره شی نوبیادخدای داحکاموعملی کول فرض اواړین دی، داچې دی شراب څښئ نوعقل ویجاړوی اودی دسزالایق شوداځکه چې له ده څخه هرڅه پاته دی.
سائنس اوراسلام، ص ۱۵۳
لیکوال: دطرابلس نامتومحقق علامه حسین آفندی رحمة الله علیه (الرسالة الحمیدیه)
اردوژباړه: مولاناسیدمحمد اسحاق علی صاحب رحمة الله علیه.
زیرنګرانی حکیم الامت حضرت مولانا اشرف علی تهانوی رحمةالله علیه
مع رساله: حضرت مولاناقاری محمدطیب رحمة الله علیه مهتمم مدرسه دارالعلوم دیوبندهندوستان
دشراب خوره، قمارکونکی اوبی لمانځه سړي څخه ليری والی پکاردی:
سوال: دشراب څیښونکی، قمارکونکی اوبی لمانځه سړی سره روابط اوتعلقات ساتل څنګه دی؟
ځواب: دشراب خوره، قمارکونکی اوبی لمانځه سړي سره روابط او تعلقات ساتل ښه کارنه دی دداسی خلکوڅخه دتنبیه اوروزنې په موخه اونیت لیری والی پکاردی.
(کفایت المفتی)ټوک ۹، پاڼه، ۹۰-۹۱، لیکوال : مفتی اعظم مولاناکفایت الله دهلوی (رح)

دشرابودمرداروالی احراموالی څخه منکرکافردی:
سوال: په جنګ ورځپاڼه ۴ سپتمبر۱۹۸۱ په اسلامی پاڼه کې یوې ښځې لیکلی دی چې شراب حرام نه دی په دې سلسله کښې هغوی دقرآن پاک حواله هم ورکړیده چې هغه زه لفظ په لفظ وایم:
خلک تاسونه دشرابواوقمارپه اړوندمعلوموی تاسوورته وفرمایاست چې په دې دواړوکښې دغټې ګناه خبرې هم دی اودخلکولپاره ګټه هم ده، دشریعت داحکاموپه رڼاکښې ووایاست چې شراب حرام دی اوکه نه؟ اوکه حرام دی نودهغه څخه انکارکولووالاڅنګه دی؟
ځواب: دکوم مضمون په اړه چې تاسوپوښتنه کړیده په هغه کښې دشرابودحرمت څخه انکارنه دی شوی بلکې تاسوغلط پوه شوی یاست، شراب بالکل حرام دی دفقه حنفی په مشهورکتاب هدایه کښې دشرابو(خمر) دااحکام لیکلی دی:
۱: شراب دخپل ذات له کبله حرام دی، ددې دحرمت مدارپه نشې باندی نه دی، دځینوخلکوداوینا ده چې داپخپله حرام نه دی بلکې ددې نشه حرامه دی، چې داکُفردی، داځکه چې دادالله دکتاب نه انکاردی، الله جل جلاله کتاب وشرابوته (رجس) ویلی دی او(رجس) نجاست اوپلیتۍ ته وایی، یعنی شراب دخپل ذاتی نجاست له کبله حرام دی اوپه سُنت متواتره کښې فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم شراب حرام ګرځولی دی چې په دی باندی داُمت اجماع ده.
۲: شراب دمتیازو(بولو) په شان غلیظ نجاست (سخته پلیتې) ده داځکه چې ددی نجاست په قطعي دلایلوسره ثابت دی.
۳: هرهغه څوک چې شراب حلال ګڼی هغه کافردی، داځکه چې هغه ددلیل قطعي نه منکردی.
۴: دمسلمان په حق کښې شراب یوبی ارزښته شی دی، داځکه چې که دمسلمان سره شراب وی اویوڅوک داضایع کړی نوپه دی کښې هیڅ نیول نشته.
۵: ددې یوڅاڅکی هم حرام دی، اوپه دی باندی په حدجاری کیږی.
۶: دڅیښلوڅخه علاوه ددې څخه نوری ګټې اوفایدې اخیستل هم حرامې دي.
۷: ددې په خرڅولوچې کومی پیسې ولاسته راځی هغه هم حرامې دي.
ستاسومسائل اودهغوحل، ټوک ۷ پاڼه ۱۶۹، ۱۷۰
لیکوال: حضرت مولانامحمدیوسف لدهیانوی شهید رحمة الله علیه
نوربیا…