کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / عمري مسجدجامع د قبضه کوونکو وژغورل سو

عمري مسجدجامع د قبضه کوونکو وژغورل سو

له څوورځوراهيسي دعمرجامع پرخواباندي نه وم ورغلى ،نن دراډيويي پروګرام د مركې لپاره پردغه جامع وربرابرسوم . ددې جامع په ليدلوحيران ځكه سوم چي شاوخوايې سمه دمه پاكه خواپاكه سوې وه ،لوستونكوته دي ياده وي چي مخكي به ددې جامع شاو خوابيلابيلودوكانونونيولې وه ،له مستريخانوڅخه نيولې تراوړوپلورونكوپوري ټول پردغي جامع باندي راټول سوي وو. په دغو دوكاندارانوكي يوشميرخوګرسره په جامع ورننوتلي اودځان لپاره يې ښه سم دوكانونه پكښي جوړكړي وواوښه په اخلاص يې قبضه پركړې وه هغه دچاخبره له ځانه يې دوكان سالاران جوړي كړي ووخونن چي مي دكندهارښاروالى په امر ټول نړېدلي دوكانونه وليدل باوروكړى ډېرپه خوشحال سوم ځكه مسجدونه اوجامع ګاني دمسلمانانودعبادت لپاره هغه سپېڅلي ځايونه دي چي بايد نه يوازي جوړبلكي خواپاكي هم وساتل سي خوزه نه پوهيږم چي څنګه دادونده عمريعني پوره شپږكاله زموږ يوشمير دوكاندارانو وروڼوله دغه الهي كورڅخه دماركيټ كاراخيستى ؟؟ داسمه ده چي ددغي جامع كاردطالبانودحكومت پرمهال راپيل سوى اود(عمري جامع) په نامه سره نومول سوې وه لاكن كه حكومت يې دجوړولوكارپه ټپه درولى ؤعام اولس ته خونه ښاييدل چي له دغه پاك ځاى څخه يې دګټي وټي ځاى جوړكړى واى !،كه څه هم دنوي ادارې په راتلوسره يي بيلابيلوكسانودجوړېدوژمنه وكړه خو لكه دنورو ژمنوغوندي داژمني هم پرخپل ځاى همداسي پاته سوې ،زماپه انددپاته كيدوپه ډيروعلتوكي يې ښايي يوعلت به همدغه ؤچي شاوخوايې ټوله په يوه سوداګريزماركيټ بدله سوې وه اوڅوك نه پوهيدى چي له كومه سره يې كارراپيل كړي؟ دكندهارښاروال ښاغلي غلام حيدرخان (حميدي)دي كورودان وي چي دخداى (ج)دكوروپاك ساتلواوژغولوته يې پام سو،دغه پام يې نه يوازي دخداى پاك دخوښي سبب ګرځي بلكي دښارزړه يې هم له يوشميرغيري قانوني دوكانونوڅخه پاك كړ اوتركوم ځايه چي موږته څرګنده ده دمسجدونوسرپرستنه دحج اوقافورياست دنده ده خوداچي دكندهارښاروالى دغه نيك قدم ترهر چا مخكي پورته كړى دى، که څه هم د کندهار ښار په ځينو نورو برخو کي د ښاروال صاحب د پلانونو عملي کولو غريبو او بېوزلو خلکو ته ستونزي پيدا کړي دي ، لکه د شابازار د سړک د غاړي دکاندارانو مالونه ورغورځول يا له ځانه سره وړل ، د ارګ د لېړۍ والا لېړۍ ورچپه کول يا وهل ټکول  او يا مددخان چوک  د سړک او دکانونو تر منځ د پنجرې په درولو سره د مستريانو ، پرزه پلورونکو او د ځوانانو د تفرېح ځای ( کافي شاپ ) مخي د پنجرو درولو د دکانداران يا دکان پرېښودلو ته اړکړل او يا يې د هغوی په روزي کي لغته ور ووهل ، خو د عمري مسجد جامع څخه د قبضه کوونکو په ايستلو او ددې جامع په پاکولو سره يې ټول كندهاريان يې مننه اوملاتړكوي ،خداى (ج)دي وكړي چي كندهارښاروال ښاغلى ( حميدي)همداډول نوروكارونوته هم پاملرنه وكړي خوپاته دي نه وي چي په دي لاركي دكندهارښاريانومرسته هم اړينه ده ځكه يوازي ښاروال لكه څنګه چي په كارده څه نه سي كولاى . ، موږ همدا ډول په دې تمه يو چي ښاغلی ښاروال او د کندهار ولايت مقام وکولای سي چي عمري مسجد جامع لکه څنګه چي يې بنسټ اېښودل سوئ هغسي يې د جوړېدو چاري پر مخ بوزي چي هم د خدای جل جلاله کور ( مسجدجامع ) د ځينو ورانکارو له بيا قبضه کولو په امن سي او هم مسلمانان د خدای جل جلاله عبادت پکښي ادا کړلای سي .