په كوټه كې د عامو خلكو ژوند له ستونزو سره مخ دئ

د لراوبر اداره | اپریل 8th, 2008


په كوټه او شاوخوا سيمو كې د خلكو ژوند له دې كبله له ستونځو سره مخ دى چې په دې سيمه كې تر اوسه پوري پسرلني ورښتونه نه دي شوي كه څه هم په نورو ډېرو سيمو كې پسرلني ورښتونه شوي او لا دوام لري خو په كوټه او شاو خوا سيمو كې خلك له وچكالۍ سر ټكوي ، هېره دي نه وي چې  درې ورځې مخکي د نري ورښت پشم شوى و خو له هغه وروسته بيا د باران درك نشته ، دا هم بايد ووايم چې سږ كال كوټه او نوري د سهيلي پښتونخوا سيمې دوه درې ځلې واورې پوښلې وې او ډېر زيات ورښتونه شوي وو.
د يادونې وړ ده چې په كوټه او نورو سيمو كې د خرابې هوا خاورو، دوړو، او د باران د نښتوالي له وجې هر دريم سړى د غاړي او سينې په ناروغۍ باندي اخته دى او خلك له ډېرو ستونځو سره مخامخ دي چې  په دولتي او شخصي كلينكونو باندي د خلكو ډېره ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024