د مڼې ګل د مشاعرې خبرتيا

د لراوبر اداره | مې 28th, 2012


قدرمنو دمڼې ګل یولسمه مشاعرې نیټه نهایي او ورته اړینې تیارۍ نیول
شوېدي په همدې موخه مو تاسو قدرمنو لیکوالو ملګرو سره دنوموړې مشاعرې
بلنلیک شریک شو هیله ده چې ترلاسه یې کړي او دخپلو ملګرو سره یې دامیل
له لارې شریک کړي
یولسمه مڼې ګل مشاعره د غبرګولي په ۱۱ نیټه دپنچشنبې په ورځ دولایت په
مقام کې لمانځل کیږي چې له ګډونوالو هیله کوو چې ۸ بجې ولایت مقام ته
تشریف راوړي او هم دغه مشاعره کې له موږ سره ګډون وکړي
یادونه البته دمڼې ګل مشاعرې لپاره دچمتوالی، دشعرراغونډولو کمیټې او
همدارنګه ځیني میلمانه به دپنچشنبې شپې لپاره ولرو ترڅو دمشاعرې ورځې
لپاره لا ښه چمتوالی ونیسو
بله یادونه هم کوم چې په اټچ فایل کې مې دځينو میلمنویولیست هم در ولیږلو
هیله ده چې که له ماڅخه کوم کسان پاتې وي دهغو کسانو او په دغه لیست کې
شاملو کسانو سره یې هم بلنلیک شریک کړي.
په درنښت

Copyright Larawbar 2007-2024