کور / تازه خبرونه / طالبان : يوه الوتکه مو راواچوله

طالبان : يوه الوتکه مو راواچوله

وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړ چي د پکتيکا په سرحوضه کي ئې د بهرنيانو يوه الوتکه را اچولې.
طالبان ليکي چي لومړى په سيمه کي د يوې نښتي په پايله کي ئې بهرنيان ووژل سول چي د هغوى د لېږد په موخه سيمي ته امبولانس الوتکه راغله او کله چي ئې وژل سوي او ټپيان سوي کسان لېږدول نو د دوى له لوري په راکټ لانچر وويشتل سوه او را واچول سوه .
طالبان ليکي چي په الوتکه لس تنه سپاره ول چي ټول پکښي وژل سوي دي .
خو بهرنيو ځواکونو د خپلي الوتکي د رالوېدو پخلى کړى او وايي چي په دې پېښه کي د دوى دوه تنه عسکر وژل سوي.