کور / نثر / سعيد زابلى له رمزونو سره په هنر روان شاعر

سعيد زابلى له رمزونو سره په هنر روان شاعر

چېرته دې وليدې بيا ښكلې پېغلې
سعيده څنګه په هنر روان يې؟
رمز، ۳۵ مخ، وروستى بيت
ښار كې كې كليوال غوندې ساده ګرځي
دا سعيد عجب شانې فطرت لري
رمز، ۶۶مخ، ۴ بيت
نړۍ كه هر څومره د خوند، رنګ او ترنګ په وسايلو سمباله شي خو د كليوالي رنګ، ګودر، رباب، چينار او سيتار له سره يې ځار بوله.
د كلي د ژوندانه چې څومره خوند دى، بيا پر ګودر چې د پېغلو او ځوانو سترګو جنګ دى
يا خير دى كه كلى ړنګ دى خو:
جانان مې بوټى د لونګ دى
دا یې قلنګ دی سپینه خوله به پې ایږدمه
سعيد زابلیهو زه د كلي په صفت ځكه نه مړېږم، چې زه يو كليوال يم او سعيد زابلى هم د زابل د يو لرې كلي د نازكو احساساتو شاعر دى، هغه په كلي سخت مئين دى ځكه خو په دوه ټكو كې د كليوالي حسن يو سترباب پرانيزي:
خال يې تك شين په زنه سپور وګوره
مئينه دا ساده انځور وګوره
بس په كتو زړه له انسانه يوسي
د ښكلو دا عجيبه زور وګوره
رمز – ۵۱ مخ ، ۱- ۳ بيتونه
زموږ اجدادو له پخوا راهېسې سپېنې پګړۍ، سپينې ږيرې سپينو خبرو او تورو ټكو ته ډېر احترام درلود او دا خبره موږ ته له كلاسيكو متونو ډېره ښه څرګندېږي چې د سوات پښتنو به د اخوند دروېزه مخزن تر ټولو بره تاخچه كې كېښوده،
په سوات كې دي دوه كفره، كه خفي دي كه جلي
يو مخزن د دروېزه دى، بل دفتر د شيخ ملي
د خوشال كليات
د دغه ځاى خلكو به خپلې زمكې د شيخ ملي د دفتر ( كتاب) له مخې ويشلې او د پير روښان مريدانو به بشپړ خيرالبيان حفظ كاوه، حتى زموږ ستر وياړ ميرويس نيكه هم د رحمان بابا په احترام د هغه په ديوان نيك پال نيوه، تاسو ته به پته وي چې كله هغه د اصفهاني لښكرو په وړاندې د پاڅون لپاره راوپتيېله، نو د رحمان بابا ديوان ته يې خپل نيت څرګند كړ او هغه هم خپله پرېكړه په يو بيت كې ورته وړاندې كړه:
د درياب غوندې په پټه خوله روان يم
خاموشي زما بهتره تر غوغا زما
د رحمان بابا ديوان
سعيد زابلى د ستر ميرويس نيكه او نازوانا له خاورې دى او د هماغه په پله پل ږدي، ښايي د رحمان بابا په بيتونو د فال نيول لا هم د زابل د كليوالي ژوند د يو دود په توګه پاتې وي، نو ځكه خو دى هم خپله مجازي مينه، د رحماني او حقيقي مينې په پاڼو كې لټوي:
زما و ستا مينه به وشي كه نه
ځم د رحمان بابا بيتونه ګورم
رمز، ۵۲ مخ، ۳ بيت
سعيد په شعر كې ځوانې شوخۍ، مستۍ او رندۍ ته ډېر زيات مايل او قايل ښكاري او هغه د چا خبره چې خپل زړه ځوان ساتي، ځكه خو د شونډو ست ته د انتظار مقدمه ايښودل هم ورته په دار له ختلو ګران دي:
چا ويل چې دار ګران دى
ښكلې! انتظار ګران دى
څه وكړم ستا شوڼدو ته
زړه ساتل قرار ګران دى
رمز، ۵۶مخ، ۱-۲ بيتونه
په پښتو ادب كې د شاعر او شيخ شخړه ډېره پخوانۍ مخينه لري او تر خوشال بابا راوروسته خو هر يو شاعر له شيخ سره اړيكې شلولو ته پښې پونده كړې:
شيخ دې لمونځ روژه كا زه به ډكې پيالې اخلم
هر سړى پيدا دى خپل خپل كار لره كنه
خوشال بابا ديوان
خاطره تا خو ويل چې شيخ يم زه
په كټ كې مات بنګړي د چا پراته وو
مصري خان خاطر ( خو ناظر شينوارى د هغه د كلياتو په سريزه كې ليكي چې دا بيت د خاطر نه دى او ورپورې تړل شوى دى.)
وګوره زاهد چې سترګې تورې كا
كار كا د زاهد خبرې نورې كا
شيخ او ساقي هر ځاى كې جوړه جوړه
هسې په ممبر به شونډې سپورې كه
سپېره پسرلى، شين ګل انتظار
كه تاسې معاصره پښتو شاعري مطالعه كړئ نو د شيخ او شاعر د سوړ جنګ داسې نمونې به په لاس دركړي چې حيران به ورته كېنئ، خو سعيد زابلى بيا داسې نه دى او غواړي چې دې شخړې ته د پاى ټكى كېږدي، شيخ خپلې لارې ته راواړوي او د هغه لاره هم ومني:
جام په شونډو اړوه خو لمونځ كوه
شيخ خو و سرزورو ته په شك ګوري
رمز، ۵۸ مخ،۴ بيت
شيخه كه دې كار كله له موږ سره پيدا شو نو
بې له اجازې به راځې موږ په ميكده كې يوو
رمز، ۵۵ مخ، ۳ بيت
شيخ سره چې مخ شې كه په ميو مستانه يې هم
لو تسپې سعيده ځونډي داره مخ ته ونيسې
رمز، ۵۴ مخ، ۵ بيت
په پورته بيت كې كه څه هم د عدول عيب دى او سعيد د ( لوى) په ځاى (لو) راوړى، دا كار سعيد په خپلو ډېرو بيتونو كې كړى خو دغه بيت بيا د موضوع له مخې شيخ ته د سعيد د احترام ښه ترجماني كوي.
كه مې په ورينه ټنډه ولمانځي سلام به وكړم
ما دې د شيخ په سپينو لاسو كې تسپې ووهي
رمز، ۶۴ مخ، ۳ بيت
ځېنې خلك د ښار ژوند ته په ښه سترګه نه ګوري او زياتره خلك خو له درې لسيزو راهيسې كابل ته راتګ د كفر او لويې ګناه مترادف بولي، سعيد همدا خبره داسې راخستې:
زه چې خپل فكره وم په لوړو غرو دېره پاتې شوم
ته چې بل رنګه وې د ښار دې ګوزاره خوښه كړه
رمز، ۴۱مخ، ۳ بيت
خو بېرته همدغه زابلى وران كابل ته راتګ خپل زړورتوب بولي، دى د كابل كړېدلى، رنځور او په زړه ناسور ژوند د غيرت نښه بولي، ځكه دلته ډېرې تورې وشرنګېدې او د تورو تر سيوري لاندې ژوند كول لوى زړورتوب دى:
دا مې غيرت بولئ ملګرو څه بې ننګه نه يم
چې زه د تورو د ميدان په غېږ كې خوب كومه
رمز، ۴۳ مخ۴ بيت
په دې سربېره هم چې سعيد اوس د ښار په رنګونو كې ورك دى، خو له كلي سره د دغې ټپې په الهام د خپل غزل سر او تال برابروي:
ګودر د پېغلو جوماعت دى
امام يې نشته مخ په لمر ولاړې دينه
منظوم انځورونه، استاد ازمون
پورته كليوالي ټپه كه څه هم د كليوالي بشپړ ناز او رنګ هنداره ده، خو نوموړى بيا خپل يار دې ناز ته نه پرېږدي چې په خپل ناز كې د خدايي نياز لار وركه كړي، ځكه خو ورته وايي:
دا خو ګناه ده پر تا څه شوى اثر جانانه
قبله دې چپه كړه ولاړ يې مخ په لمر جانانه
رمز، ۶۳ مخ، ۱ بيت
خبره چې د قبلې شوه، نو كه ريښتيا ووايو موږ دا دېرش كاله خپله قبله تر دې بريده غلطه كړې وه چې خپل سياست مو كله په كليسا كله د مندر تر څنګ ( د هند تر څنګ پنجاب) او حتى په كعبه كې هم د پرديو په امامت ادا كړ، پرچمي كارمل به غږ كړ چې ( افغانها بايد روش شوروي را ياد بګيره…) او حسن جان مدني به چې ننګرهار پوهنتون ته راغى نو ويل به يې(تر څو زه بيا راځم نو ټولو محصلينو ته بايد اردو ياده وي.) ايران مو دومره له فرهنګ سره زياتى راوخيست چې د استاد زيور په وينا پټه خزانه د دوى له لاسه چانه شوه چاپ كولى او زموږ حالات داسې شول چې د هغه يو شاعر خبره:
څه په جومات څه يې د ناوې پر پالنګ واچول
يو څو درانه درانه بمونه يې په شرنګ واچول
يوه مكار ګيدړ نن بيا دلته هډوكي راوړل
زموږ د كلي سپي يې بيا سره په جنګ واچول
سعيد همدغو خلكو ته چې زموږ بچي يې راووژل، كورونه يې د خپلو مقصدونو په پار راونړول، د انګورو تاكونه يې له بېخه راته وويستل، د درونټې ماهيانو ته يې زهري بمونه وروغورځول، ميندې يې راته بورې كړې، ناوې يې كونډې او بې وروره خويندې يې د پېښور او تهران په سړكونو خير ته كېنولې، د خپل كسات پېغام داسې وركوي:
زموږ كه وسوځي ګودر كې چنارونه تنكي
خو ستا به هم كړو قرباني دا شنه جلګه غزا ته
په نغاره به ځو سعيده پښتانه قومونه
په بر اټك به ورته ونيسو مورګه غزا ته
رمز، ۴۵ مخ، ۴ او ۵ بيتونه
سعيد زموږ د غفلت پايله هم د سياست له عينكو د شعر په هنداره كې داسې ګوري:
كله به مو ژامې په تنكيو هډونو كېكاږي
سعيده موږ خواران خو اوس د بدې بلا خوله كې يوو
خو اوس يې بيا د احساس مړ اور لمبه كړې ده او د يو نوي بدلون لپاره د شعر په غېږه كې غزونې كوي.
څومره بې وسه ومه زه نن مې زور احساس كړ
خاموشه زړه كې مې والله چې نوى شور احساس كړ
رمز،۶۹مخ، ۲ څلوريځه
د زابلي سعيد نوى احساس سپېڅلى دى خو د تېر په څېر خوشباره هم نه دى چې په پټو سترګو دې په چا پسې ولاړ شي، ځكه هر احساس لارښوونې ته ضرورت لري، دى چې چې پخوانۍ څېرې وينې نو د خپل بدلون احساس ته امام نه شي پيدا كولى، هغه په دې پوى دى چې لاهم دلته هر څوك تر خپلې كوڅې يار پاتې دى:
له چا فتوا واخلو له چا سره غزا وكو
توره په لاس كې يوو حيران څنګه بينا وكړو
قاتل چې راشي زموږ په كلي كې وژنه وكړي
زموږ په وس كې دومره نه وي څه، دعا وكو
د قدرت مخكې مو له قام سره وي ډېره مينه
چې شو واكمن نو ظلم ښه بې انتها وكو
رمز، ۳۸ مخ، ۱-۳ بيتونه
سعيد لا هم په دې طمعه دى چې زلمي نه وي نو د ملالۍ ټپه به كړنګ وكړي، بيا به خلك پوى شي د غلامۍ تر ژونده د ازادۍ مرګ ښه دى، دا ساده پښتانه كه يوه خوله شي نو د ټولو بدبختيو به پاى او د بريا و به سر وي:
حالات به ښه شي كه زوى مړي يو له بله پوه شي
دا سادګان د زمانې به خدايه كله پوه شي