کور / شعر / د ورکې مينې په لټه

د ورکې مينې په لټه

نه مې په ځمکه نه په غر نه په اسمان ومونده
نه مې په سمه نه په دښته بيابان ومونده
هسکې ژورې ها خوا دې خوا ټول مې ولټول
نه مې په صبر نه په هيله نه ارمان ومونده
لپې لاسونه مې شول ستړي او ړندې مې سترګې
نه مې په څيرې او شلېدلي لوند ګرېوان ومونده
شېبې شېبې ثانيې ګړۍ ورځې اونۍ په تمه
نه مې په مياشتو نه په کال نه په زمان ومونده
نه يې چا پته نه يې لورى نه نښان را وښود
نه مې کيسې او نه مې خيال غوندې افسان ومونده
نه مې پيدا کړه نه يې وس د هېرولو لرم
نه مې په خوب نه مې په ويښه نه بيان ومونده
چا ته لمن چا ته ګيلې چا ته زارۍ مې وکړې
نه زوړ تر لاس نيولې راوسته نه ځوان ومونده
ژمن به يې ټول عمر له زيار هڅې لټون تېر نه شي
که يې په سمه که په غر که ګورستان ومونده