کور / اسلامي / د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠١ سوغات

د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠١ سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ١٠١ سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٢٧١:- مسجد ته د لمونځ د اداء کولو په موخه د تلونکي کس پر هر قدم يوه يوه ګناه معافېږي دړنز
او يوه يوه ګناه ئې رژېږي.
٢٧٢:- کم سړى چي د مسجد څخه څونه ليري وي او مسجد ته ځې هغونده به ئې ثواب ډېر وي.
٢٧٣:- د حرام مال صدقه الله پاک جل جلاله نه قبلوي.
٢٧٤:- له شره ځان ژغورل هم صدقه ده.
٢٧٥:- چا چي د مجاهد او غازي له پاره توښه برابره کړه ، په يقيني ډول هغه جهاد وکړ.
٢٧٦:- څوک چي چاته عفوه وکړي الله پاک جل جلاله به ئې سرلوړى او عزتمند کړي.
٢٧٧:- چا ته چي الله پاک جل جلاله د خېر اراده وکړي هغه د دين په مسائلو پوه کړي.
٢٧٨:- انسان ته تر مرګ وروسته درې شيان ګټه رسولاى سي:
لومړى: نېک اولاد
دوهم: صدقه جاريه
دريم: علم نافع
٢٧٩:- له غريبانو سره دوستي ساته او د اميرانو له مجلس څخه بېرېږه.
٢٨٠:- دوه څاڅکي الله پاک جل جلاله ته ډېر ګران دي، يو د اوښکو هغه څاڅکى چي د الله پاک جل جلاله له بېري او خوف څخه و څڅېږي او بل د ويني هغه څاڅکى چي الله پاک جل جلاله په لار کي وي.
نور بيا………………………
غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي مملکتونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي په هر ځاى کي وي.