د (خالص بابا قدم په قدم) کتاب مخکتنه وشوه

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مې 31st, 2012


پېښور:د خالص بابا فرهنګي ټولنې په نوښت د ليکوال او شاعر محترم عبد الکبير “طلايي”د هغه کتاب مخکتنه وشوه چې د پياوړي جهادي لارښود، ملي شخصيت او پيژندل شوي ديني عالم مولوي محمد يونس خالص په اړه يې ليکلى دى.* *دغه غونډه د چهار شنبې په ورځ د د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز دپيښور د ښار د (سپرينګ نايټ هال) هوټل په تالار کې په سيمه ايز وخت د ماسپښين په دوه بجو پېل او د مازديګر په اوه بجو پاى ته ورسيده.**د غونډې د انانسرۍ چارې د خالص بابا فرهنګي ټولنې د مؤسس غړي استاد دلاور خان سيلاب په غاړه وې، نوموړي دغونډې ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د خالص بابا فرهنګي ټولنې د بلنې د منلو له کبله يې د هغوى څخه د زړه له تله مننه وکړه.* د مخکتنې غونډه د قرآنکريم په مبارکو ايتونو پيل شوه او تر ټولو وړاندې د مرحوم مولوي محمد يونس “خالص نبي خيل” پخواني او نژدې ملګري الحاج عبد الجبار”بابکرخېل” د خالص بابا د ژوند په هکله وينا وکړه او ورپسې د خداى بښلي بابايو معمر شاګرد پياوړي عالم مولوي عبد الشافي د غونډې ګډونوالو سره د بابا په هکله څو خاطرې شريکې کړې.*د هيواد پيژندل شوي سياسي شخصيت انجنير قطب الدين هلال هم په غونډه کې ګډون درلود او په خپل وار سره يې د بابا پر ژوند رڼاواچوله، په تيرو سياسي جرياناتو يې خبرې وکړې او د افغانانو په اوسنۍ وضعه يې هر اړخيزه سياسي وينا وکړه.* *همدا راز پياوړي ليکوال قاضي محمد حسن اسلامي او محترم قاضي محمد حکيم حکيم د انجنير صاحب عبد الکبير “طلايي” پر کتاب هر اړخيزې ويناوې او د خالص بابا پر ژوند او مبارزه يې تفصيلي خبرې وکړې.**هغوى دواړو د کتاب په صحافت، کمپوز او ډيزاين، محتوى او املاء خورا هم مفصل وغږيدل.**پياوړي ليکوال، مصنف، ژباړن، شاعر او اديب ښاغلي استاد محمد اصف صميم هم په غونډه کې ګډون درلود او په خپل وار سره يې د خالص بابا پر شخصيت سربيره د”طلايي” پر کتاب هم يو لړ څرګندونې، وړانديزونه او بحث وکړ.*نوموړي په کتاب کې ځينيو خاميانو ته اشاره وکړه او تيروتنې يې په ګوته کړې.* *د شوروي اتحاد سره د جهاد پر مهال د مرحوم بابا نژدې ملګري قاري محمود شاه هم وينا وکړه او د بابا په هکله يې په زړه پورې معلومات ورکړل.**لدې کبله چې پيژندل شوي مفکر او ليکوال استاد محمد زمان مزمل ونه شول کولاى په غونډه کې ګډون وکړي د غونډې لپاره يې خپل پيغام په ليکلې بڼه ور استولې ؤ چې د خالص بابا ټولنې د غړي محمد اسماعيل “عندليب” لخوا واورول شو.* *د غونډې وروستى ويناوال د (خالص بابا قدم په قدم) ليکوال عبد الکبير “طلايي” ؤ چا چې د خالص بابا فرهنګي ټولنې، ويناوالو او راغليو ټولو ميلمنو څخه مننه وکړه.**ښاغلي “طلايي” وويل چې د مرحوم مولوي صاحب سره لا د کوچنيتوب څخه د زده کوونکي په توګه بلد ؤ، د ښاغلي بابا بې کچه مينې، علمي شخصيت او کلک دريځ وهڅولو څو هغه خاطرې او پيښې د يو کتاب په شکل راټولې کړي چې د خالص بابا سره يې شاګردۍ او ملګرتوب له مهاله په سينه کې پاتې دي.* *ښاغلي “طلايي” وويل چې د خالص بابا شخصيت يواځې په يو يا دوه کتابونو کې نه شي رامنحصر کيدلاى، هغه د افغانستان د تاريخ يو داسې باب دى چې هره پريکړه او هر قدم يې د کتابونو ليکلو او څيړنو ته اړتيا لري.* *غونډه د قاري مطيع الله په دعاء پاى ته ورسيده.**د انجنير عبد الکبير “طلايي” کتاب (خالص بابا قدم په قدم په يو سل او نوي مخونو کې چاپ شوى، ليکوال خپل مرحوم پلار او اکا ته ډالۍ کړى، استاد محمد زمان مزمل، سياسي شخصيت انجنير احمد شاه احمدزي، د احسان خپرندويه ټولنې مشر عبد الهادي ملاخيل او خپله ليکوال پرې سريزې ليکلي.* *په دغه کتاب کې د يو تمهيد، څلورو فصلونو او شلو عنوانو لاندې د پياوړي جهادي رهبر، ديني عالم، حافظ القرآن ، ليکوال، مصنف او شاعر مرحوم مولوي محمد يونس خالص نبي خېل په اړه خورا په زړه پورې معلومات راټول کړاى شوي دي.* *کتاب د خالص بابا فرهنګي ټولنې په زيار له چاپه راوتلى د کومې بنسټ چې په ديارلس سوه او پنځه اتيا هجري شمسي کال کې ايښودل شوى، نوموړې ټولنه د هيواد د مبارز شخصيت ، سپين او قاطع دريځ درلودونکي رهبر خالص بابا خپلواک فکر څخه الهام اخلي او د اسلامي شريعت د احکامو په رڼا کې خپل فرهنګي مسئوليت اداء کوي. *خالص بابا فرهنګي ټولنې هوډ کړى چې پر افغان ملت راغلي دې خواشينوونکي پېر کې به د مخلصو او با علمه غړيو په ملتيا ټولنې ته سوچه اسلامي او افغاني فرهنګي خدمتونه وړاندې کوي.*

Copyright Larawbar 2007-2024