کور / تازه خبرونه / په فرخار ولسوالۍ کي ۱۱۳ زده کوونکي مسمومي سوي دي

په فرخار ولسوالۍ کي ۱۱۳ زده کوونکي مسمومي سوي دي

دتخاردفرخاردناحید دانجونوپه ښوونځۍ کي تقریباً ۱۱۳ شاګرداني مسمومي سوي دي چي ډېري یې روغتون ته دتداوي له پاره وړل سوي دي. کله چي مسمومي سوي زده کوونکي یې روغتون ته دعلاج له پاره وړلې، مندي اوپلرونه یې هم روغتون ته راغلل چي ددې پیښي پرضد مظاهره وکي او ځنيوبیا په دې تورښوونځۍ په ډبرو ویشتل چي چارواکي ددغه پیښي په مخنیوي کي پاته راغلي دي چي بالااخره افغاني ملي پولیس دپیښي ځای ته راورسېدل او ددوی مخه یې ونیول.
دیادوني وړه ده چي تراوسه پوري دزده کوونکو دقیق تعداد اوهغه څه چي دوي یې ورباندي مسمومي کړي دي، نه دي مشخص سوي.
دا په فرخار ولسوالي کي لومړۍ پېښه ده خو دولایت په حساب داشپږمه پېښه ده چي په تخار کي رامنځ ته کیږي. لومړۍ پېښه د اپریل پراوولسمه،اوپاته نوري یې دمې پر ۲۳مه،۲۷مه،۲۹مه او دجون پردوهمه نېټه باندي رامنځ ته سوي دي چي تردې مهال چارواکودپیښي په تړاو څوک نه دي نیولي.