کور / اسلامي / د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٢م سوغات

د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٢م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ١٠٢ سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٢٨١:- څوک چي د علم لاره غوره کړي هغه ته به الله پاک جل جلاله د جنت لار اسانه کړي.
٢٨٢:- څوک چي و بل چا ته د نيکي لاري لارښوونه وکړي د هغه ثواب د هغي نيکي لاري د کوونکي په ډول دئ.
٢٨٣:- عالمان د پېغمبرانو وارثان دي او د هغوى څخه يوازي او يوزاي علم په ميراث ور پاته دئ.
٢٨٤:- د علم زده کړه پر هر مسلمان لازمه ده.
٢٨٥:- هر نيک او ښه کار صدقه ده.
٢٨٦:- څوک چي نه په خپله غزا کوي او نه د کم غازي او مجاهد مرسته کوي ، الله جل جلاله به ئې د قيامت د ورځي مخکي په غذاب اخته کړي.
٢٨٧:- د جهاد دوړي او د جهنم ماتم نه سره يوځاى کېږي.
٢٨٨:- څوک چي پر ما يوځل درود ووايي، الله جل جلاله به لس ځله رحمتونه پر نازل کړي.
٢٨٩:- مخکي له دې چي خبري پيل کړي ، لومړى سلام واياست.
٢٩٠:- څوک چي په سلام ويلو کي لومړى توب کوي هغه له تکبر څخه پاک دئ.
نور بيا………………

غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي هِوادونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي د نړۍ په هر هِواد کي وي.