کور / نثر / تر تا ښه كره كتونكى نشته

تر تا ښه كره كتونكى نشته

saeed Zabulay سعيد زابلی


 


 


 


 


 


 


ليكوالي ښې مطالعې ته اړتيا لري، مګر ځينې كسان به ښه مطالعه هم لري، خو ښه مقاله به نه شي ليكلى،د هغوى راز په دې كې دى چې مقالې ته ټاكلې زاويه نه شي وركولى، كله کله يې بحث د دې پر ځاى چې په لنډو جملو كې ارايه شي، ډېر اوږد شوى وي.


د مقالې ليكلو لپاره ممكن هرليكوال ځان ته زاويه او لید لوری ولري، چې دا د سبك په معنى هم دى، خو زيات وخت اړينه ده چې له مقدمې پرته يا له لنډې مقدمې وروسته هغه څه ته پام وشي چې غواړو لوستونكي ته يې ورسوو.


په داسې حالت كې چې ليكوال د ښې مطالعې څښتن دى، دې ته ضرورت نشته چې ټول دلايل وړاندې كړي، بلكې كه يو قوي دلیل د خپل هغه پيغام لپاره چې غواړي لوستونكي ته يې ورسوي هم كفايت كوي.


دا په دې معنی چې پر لوستونكي داسې ګمان هم نه دى په كار چې هغه په هېڅ نه پوهيږي بايد ټول دلايل ورته ارايه كړو.


ښايي د ګڼو دلايلو په نتيجه كې موضوع بې ځايه اوږده شي او د لوستونكي لپاره يو ډول ستړیا رامنځ ته شي. خو د مقالې لپاره دا هم مهمه ده، كه ليكوال كومه مقاله وليكي او بيا يې د دوهم يا درېم ځل لپاره بيا بيا وګوري او دا لوستل يې داسې وي لكه د كوم بل چا مقاله چې لولې او دى غواړي نيمګړتياوې يې په ګوته كړي، د خپلې مقالې لپاره به تر ټولو ښه كره كتونكى وي. په داسې حالت كې نو بيا كېداى شي ډېرې جملې يې لرې او نوي څه په كې زيات شي. كله كله ښايي مقاله د پخوا په پرتله نوې بڼه غوره كړي، دا په دې دليل چې لومړى ځل خو ليكوال يوازې هغه څه چې د ده په ذهن كې ګرځېدل وليكل، مګر د دويم او درېم ځل لپاره يې د دې لپاره لولي، هغه فكر چې د ده په ذهن كې و، لوستونكي ته څومره پر منطق برابر وړاندې شوی دی، ښايي هغه ارمان يا پيغام چې لوستونكي ته يې رسول غواړي، تر پخوا ښه په روڼ ډول په كې راوړي.


دا چاره يوازې په نثر كې مهمه نه ده، بلكې لوى لوى شاعران هم ورته عمل كوي، كله چې كوم شعر وليكي، ورځ يا اوونۍ وروسته يې بيا د يوه كره كتونكي په حيث ګوري او د خپل شعر نيمګړتياوې په خپله سمه وي.


ماريا ريلك د فرانسوي ژبې شاعر،  د شعر په اړه  په يوه ليك كې كوم بل شاعر ته ويلي دي، د خپل شعر لپاره تر تا هېڅوك ښه كره كتونكى نشته.


كه خپلو ليكنو او شعر ته د كره كتونكي په توګه وكتل شي او داسې فكر وشي لكه د كوم بل ليكوال يا شاعر شعر چې ګوري، ښايي ډېرې نيمګړتياوې يې لرې شي


سعيد زابلى له كليد ګروپ څخه