کور / تازه خبرونه / کوهستان کې د هلکانو نڅا ته لاس پړقوونکې پنځه ښځې ووژل شوې

کوهستان کې د هلکانو نڅا ته لاس پړقوونکې پنځه ښځې ووژل شوې

پېښور:رسنۍ وايي چې د خیبر پښتونخوا د کوهستان ، په بټګرام سیمه کې ولسي جرګې پنځه جینکۍ له دې امله ووژلې چې په وینا یې د یوه واده پرمهال یې د هلکانو ګډا ته لاسونه پړقول.د رپورټونو له مخې څو ورځې مخکې په سیمه کې یوه داسې ویډیو خپره شوه چې، په یوه واده کې دوه هلکان ګډېږي او پنځه ښځې ورته لاسونه پړقوي.د ویډیو له خپرېدو وروسته د سیمې جرګه راټوله شوه، او په دوه هلکانو او پنځه نجونو یې د قتل حکم صادر کړ.ګډېدونکو هلکانو له سیمې پښې سپکې کړې او کوم نامالوم لوري ته یې ځانونه پټ کړل خو نجونې او ښځې خلکو ونیولې، په یوه کوټه کې یې بندې کړې، او د مۍ د میاشتې په وروستۍ شپه یې په دوه بجې ووژلې او قبرونه یې ورله له ځمکې سره داسې اوار جوړ کړل چې څوک پرې د قبر ګومان ونه کړي.رپوټونه داهم ویلي چې له وژلو مخکې دغه ښځې وهل کېدې، او په تودو اوبو د سوځولو په ګډون هر ډول شکنجې ورکول کېدې.د ګډېدونکو هلکانو له ډلې نه چې اوس یې ځانونه پټ کړي دي، د یوه ورور دا خبره تر رسنیو رسولې ده.
ویل کېږي چې په وژل شوو دوه واده شوې ښځې وې، چې جرګې یې له مېړونو وغوښتل چې خپلې مېرمنې جرګې ته وسپاري، چې هغوی همداسې وکړل.په دې دوو کې د یوې مېړه په راولپنډۍ کې د یوه جومات ملا دی، چې خپله مېرمن یې پخپله جرګې ته وسپارله، او بله مېرمن چې د پاکستاني کشمیر په پلازمېنه مضفر اباد کې اوسېده، د جرګې به غوښتنه یې خپل مېړه له هغه ځایه راوستله او جرګې ته یې وسپارله، داهم ویل کېږي چې ښځې خپلو مېړونو او ورونو وژلې دي.رپورټونو داهم ویلي چې د جرګې له پرېکړې وروسته د سیمې پولیس هم خبر شول ، فتوا ورکوونکي ملا یې ونیوه، چې وروسته یې بېرته په ضمانت پرېښود، خو په دې ونه توانېدل چې زنداني شوې ښځې ازادې کړي. په رسنیوکې ددې رپوټ له خپرېدو وروسته د پاکستان ولس مشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ددې ښځو په وژنه ژوره اندېښنه ښکاره کړې او له سیمه ییزو چارواکیو په دې اړه مالومات غوښتي دي.خو بل پلو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میاافتخار حسین دا رپوټونه رد کړي او ویلي یې دي چې داسې کومه پېښه نه ده شوې.په پاکستان کې په داسې حال کې جرګه د ښځو د قتل فتوا ورکوي چې په دې وروستیو کې په پاکستان او افغانستان دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د ښځو په وړاندې تاو تریخوالی زیات شوی دی.تېره ورځ هم په په افغانو رسنیو کې رپوټونه خپاره شول چې په کندز ولایت کې په یوې پېغلې د سیمه ییزو پولیسو له خوا جنسی تېری او تشدد شوی چې هغه نجلۍ اوس مهال د کندز په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ده، خو پخپله یې رسنیو ته کېسه کړې او ویلي یې دي چې که تېري کوونکي یې ونه نیول شي او سزا ورنه کړل شي، ځان به وسوځوي.همدا رنګه نن هم رسنیو رپوټونه خپاره کړل چې په کندز ولایت کې یوه مېرمن په تفنګچه ویشتل شوې او وژل شوې ده، چې مېړه یې ادعاکوي چې پخپله یې ځان وژلی دی.څو ورځې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون هم وویل چې اوس مهال دوی ته خپل ویر او درد راوړونکې ښځې زیاتې شوې دي.