غزل

د لراوبر اداره | اپریل 9th, 2008


په خوښيو کي غمګين يم حال مي واخله
ستا خيا لونو کي متين يم حال مي واخله
په هستيو کي نيستمن ځان راته ښکاري
خوپه مينه دي مفتون يم حال مي واخله
سرلوړي ته مي دي موټي دي رانغښتي
خوپه ژوند نامطمين يم حال مي واخله
دساحل غيږکي مي جوخت حوار بستردي
دسيلاب څپي نګين يم حال مي واخله
ګوره څه ناڅه يوڅه به نور هم وکړم
روحاني غريب مسکين يم حال مي واخله

Copyright Larawbar 2007-2024