کور / تازه خبرونه / کندهار: د ډنډ چوک د بيا جوړوني چاري بشپړي سوې

کندهار: د ډنډ چوک د بيا جوړوني چاري بشپړي سوې

کندهار افغانستان-د کندهار ولايت لوېديزي خواته د ډنډ چوک د بيارغوني چاري چي شپږ مياشتي يې دوام کړى و پاى ته رسېدلي او نن د يو لړ خاصو مراسمو پرمهال رسماً پرانستل سو.
د پرانستني په دې مراسمو کي د کندهار والي ترڅنګ د کندهار ښاروال، ملي تجارانو، د افغانستان د سوداګريزو خونو رئيس خان جان الکوزي او يو شمېر نورو سيمه ييزو او چارواکو  او سوداګرو برخه لرل.
د ډنډ چوک چي له لوېديزي خوا تقريباً د کندهار ښار دخولي دروازه شمېرل کيږي په خورا ښه کيفيت او ښه ډيزاين سره د شپږو مياشتو په اوږدو کي د ٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت سره د افغان يونايټيډ بانک لخوا جوړ سوى دى.


کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن د پرانستني مراسمو پرمهال له ملي سوداګرو او تجارو مننه وکړه چي د کندهار ښار په بيارغونه او ښکلا کي يې د پام وړ ګامونه اخستې دي.
نوموړي وويل چي په تېرو کلونو کي مرکزي ادارې کندهار ته هيڅ ډول پرمختيايي بودجه نه ده ورکړې او دلته چي څه بيارغونه او پرمختيايي کارونه سوي ټول دسيمه ييزي ادارې د هڅو او ملي سوداګرو د نه ختمېدونکي همکارۍ نتيجه ده.
هغه پر ښاريانو ږغ وکړى چي ددې ځاى په ساتنه او مراقبت کي خپله اسلامي او وطني وجيبه هېره نه کړې او همېشه له ښاروالۍ سره په ګډه هڅه وکړي چي دغه ځاى پاک او ستره وساتي.
 
د افغانستان د سوداګريزو خونو مشر خان جان الکوزي وويل چي د ډنډ څلور لاري بيارغونه د ملي سوداګرو د هغې ژمنتيا چي د خپلو خلکو او خاوري پر وړاندي يې لرلي يوه برخه ده او دوى به نور تجاران هم تشويق کړي څو افغان يونايټيډ ته ورته کارونه وکړي.
الکوزي زياته کړه چي دغه چوک يې د لا ښه مراقبت او څارني په موخه په رسمي توګه د کندهار ښاروالۍ په واک کي ورکړى او له دې وروسته به دغه رياست د ډنډ څلور لاري د نوي رغول سوي منار او ناستي ځاى ساتنه او پالنه کوي.




 
کندهار ښاروال عمر عمر د ډنډ چوک تر پرانستني وروسته له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي دغه ډول چوکونه او عام المنفعه تاسيسات د خلکو لپاره د مېلې کولو او سات تېري بهترين ځايونه کېداى سي چي ورته په کندهار کي سخته اړتيا ليدل کيږي.
هغه وويل چي افغان يونايټيډ بانک ددې ځاى د ساتني او مراقبت لپاره هم ورته دوه تنه مقرر کړي او پاته نوري چاري به يې خپله ښاروالي رياست پر غاړه ولري ترڅو همداسي پاک او خوندي پاته سي.
 
بايد وويل سي چي له دې وړاندي د کندهار ښار يو شمېر نوري څلور لاري هم د ملي سوداګرو له مالي مرسته او د ښاروالۍ رياست او ولايت مقام په خاصه پاملرنه او رهبري سره له سره رغول سوي دي.