لوګر: د ناټو بمبارۍ ١٧ ملکي کسان وژلي دي

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جون 6th, 2012


نن سهار وختي په لوګر کي د ناټو په بمبارۍ کي ١٧ ولسي کسان وژل سوي، چي ښځي او کوچنيان هم پکښي شامل دي.
راپورونه وايي چي د بمباريو هدف د يوه قومي مشر کور وو، چي د طالبانو قومندان پکښي پټ وو.

بلي خوا ته تر دې پېښي څو ساعته وروسته په کندهار کي د دوو ځانمرګو له امله ٢٥ کسان مړه او شاوخوا ٤٧ ټپيان سوي دي، چي طالبانو يې مسئوليت پر غاړه اخيستى او وايي ګڼ بهرني او کورني عسکر يې وژلي دي.
خو د کندهار چارواکي وايي د پېښي اکثره قربانيان ملکي وګړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024