کور / خبرتیا او پيغامونه / افغان سوک وهونکی احسان شفيق په حق ورسېدئ

افغان سوک وهونکی احسان شفيق په حق ورسېدئ

د افغانستان مشهور کانفو لوبغاړی احسان شفيق د ٣٦ کالو په عمر په ناروې کې د زړه د حملې له امله مړ شوی او له دې نړۍ يې سترګې پټې کړې ، انا لله و انا الیه راجعون .


احسان الله شفیق د مرحوم میرزا محمدشفیق زوی، په قوم صافی او د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسیدونکی وو، په ۱۹۷۶ م کال زیږیدلی وو، په افغانستان باندې د شوروي د یرغل پرمهال د خپلې کورنۍ سره یو ځای د هجرت په موخه ګاونډي هیواد پاکستان ته تللی و، هلته یې د سیدجمال الدین په لیسه کې زده کړې کړې وې.




احسان الله شفیق اوس مهال په لندن کې میشت وو او د نړۍ په سطحه یې د کانفو کلپونه درلودل او شاګردانو ته یې ښوونه کوله. نوموړي په دغه ډګر کې ۹۹ مسابقې کړې دي چې ۹۳ یې ګټلې دي.
ښاغلی شفيق د برتانيا او اروپايي جنګي لوبو د اتلوليو ګټونکی هم و .
ارواښاد شفيق په اووه کلنۍ کې له خپل ورور وحيدالله شفيق نه د کانفو په زده کړه پيل وکړ .
احسان شفيق له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې کانفو ښووله او په بېلابېلو ملي او نړيوالو سياليو او اتلوليو کې يې ګډون کړی و .
ښاغلي شفيق له ۹۹ نه ۹۳ جنګي لوبې ګټلې وې چې کانفو، کاراتې، کیک بوکسېنګ، سانشو او نور په کې راځي .
نوموړی ناروې ته د يوه نژدې دوست پوښتنې ته ورغلی و او د جون په ۵ مه د ګهيځ په دريو بجو يې زړه ودرېد او دا نړۍ يې پرېښوده .
ټاکل شوې ده، د نوموړي جسد  د پنجشنبې (۱۳۹۱/۳/۱۸) په ورځ له ناروې څخه کابل ته راولېږدول شي او د جمعې په ورځ يې د جنازې لمونځ آداء شي ، انشاالله .


 



د پکتیا کیوکوشین کان کراټې روزنیز مرکز مشر محمدالله صابری لخوا د غم شریکی او تسلیت پیغام


07/06/2012


  په ډیری خواشینۍ سره د ویب پاڼو له لارې مو خبر ولوست چې د هیواد تکړه او نامتو لوبغاړی او د کانګفو رزمی لوبې پیاوړی استاد احسان شفیق وړمه ورځ  په ناروې هیواد  کې  د زړه د دریدو له امله  ومړ، او له دې نړۍ یی د تل لپاره سترګې پتې کړې.


انا الله انا اليه راجعون


ښاغلی شفيق د لوبې په ډګر کې د هیواد کدرونو په کتار کې حسابیده ! نوموړی د برتانيا او اروپايي جنګي لوبو د اتلوليو ګټونکی هم وه. دده مړینه ده هیواد لپاره یوه لویه ضایعه وه.


مونږ د ارواښاد مشر ورور استاد  وحيدالله شفيق چې له ورکوټوالی یی له خپل ورور نه په اووه کلنۍ د کانفو لوبه زده کړی وه ددوی ورورګلوۍ  د نږدې دوستانو په ځیر وه او مونږ پرې ویاړوو! دهغوی درنې کورنۍ سره یې په دې دردوونکي غم کې ځانونه شریک او سخت غمجن ګڼو.


د لوی او بخښونکی خدای نه ځوانیمرګ ته فردوس جنت او په ویر کی پاته کسانو ته یی د لوړ صبر غوښتنه کوم .


روح دې ښاد وي یاد یی تل پاتې امین یا رب العالمین


 محمد الله صابری


د افغانستان کیوکوشین کان کراټې سلاکار او د سهیل ختیځ زون مشر ښوواند


د پکتیا کراټې فدراسیون ريس