کور / تازه خبرونه / ننګرهار: ۱۶طالبانو ته د فضيلت پګړۍ ور وتړل سوې

ننګرهار: ۱۶طالبانو ته د فضيلت پګړۍ ور وتړل سوې

د ننګرهار دکوټ ولسوالی دارالحفاظ ۱۶ تنو ته د فضيلت پګړی ور وتړل شوې

نن د روان کال د غبرګولي د میاشتي په ۲۰مه نیټه د ننګرهار ولایت دکوټ ولسوالی د مرکزی دارالحفاظ څلوارلسم دور ۱۶ تنو د قران حافظانو ته د فضیلت پګړۍ وروتړل شوي.
په هغه غونډه کې چې له همدی امله د یاد شوی دارالحفاظ په انګړ کې جوړه شوي وه د پوهنې ریاست پر مسوولینو برسیره، د سیمي ولسوال، سلګونو ديني عالمانو، د دولتی ادارو یو شمیر مسوولینو، د ولایتی شورا غړو، قومي مخورو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخيستې وه، غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه ورپسی دِ غونډی ګډون والو په خپل وار سره د موضوع په اړوند خبري وکړی وروسته د پوهنې د رئیس او قومی مخورو لخوا فارغانو ته د فضيلت دستارونه ور وتړل شول او هيواد او خلكو ته د خدمت په موخه دوعا وركړل شوه.
د یادونې وړ ده چې په یاد شوی دارالحفاظ کې ۷۰۰ تنه طالب العلمان د قرآن عظیم الشان په حفظ او نورور اسلامی زده کړو بوخت دي.