کور / راپور / د ګل اغا شيرزي په ملاتړ غونډه ترسره سوه

د ګل اغا شيرزي په ملاتړ غونډه ترسره سوه

د جمهور ريس د مشاور وزير او ننګرهار ولايت د والي ستر جنرال حاجي ګل اغا شيرزي په ملاتړ د پرون د کندهار ولايت د يوشمېر سپين ږيرو ، مشرانو او فرهنګيانو له خوا دملاتړ غونډه ترسره سوه ، په غونډه کي د افغانستان لوی څارنوال عبدالجبار ثابت څخه په کلکه وغوښتل سوه چي د ښاغلي شيرزي په اړه لګول سوي تورونه ژر تر ژره بيرته واخلي ، دغونډي برخه والو له ښاغلي جبار ثابت څخه غوښتنه وکړه چي لومړی د لسګونو زرو بې ګنا افغانانو وژونکي چي اوس په کابل کي ناست دي د محکمې مېز ته راکش کړي ، نه دا چي د يوه داسي شخص په اړه تورونه لګوي څوک چي ولس ته د خدمتونو له امله د ولس له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی ، د نوموړي غونډي له خوا په لاندي ډول پرېکړه ليک هم صادر سو ، متن يې دلته ولولئ :


لومړى: د هيواد لوى څارنوال ښاغلى عبدالجبار ثابت دي د ښاغلي شيرزي په اړه خپلي ټولي ناسمي څرګندوني بيرته واخلي.
دوهم: ښاغلى ثابت بايد د ښاغلي شيرزي پر كارونو او خدمتونو سترګي پټي نكړي او د هغه خدمتونه بايد وستايي.
دريم: د كندهار خلك په هيڅ صورت د چا سپكاوى نه غواړي، ځكه نو زموږ د مشرانو سپكاوى بايد ونسي.
څلورم: موږ د خپلو مشرانو، په ځانګړې توګه د ښاغلي شيرزي د كارونو او خدمتونو ستاينه كوو او له هغه څخه په يوه خوله خپل ملاتړ كوو.
پنځم: كه د څارنوال صاحب اصلي هدف له چا سره حساب كول وي، نو هغه كسان چي په څرګنده ورته ګواښونه كوي او د زرګونو خلګو په وژلو تورن دي هغوى دي تر لاس ونيسي او محكمې ته دي يې وسپاري.
شپږم: د هيواد لوى څارنوال صاحب كه د شيرزي په اړه خپلي كړي خبري وانخلي او بيا يې تكرار كړي، نو د كندهار خلګ به په لاريون لاس پوري كړي.
اووم: د هيواد د جمهوري رياست له مقام څخه غوښتنه كوو، چي د ښاغلي شيرزي د كړنو او خدمتونو په اړه يو سيمينار جوړ كړي.