دتترخېل دمحلي پولیسو پرپوسته له درو خواو څخه برید وسو

جان محمد مهربان | جون 7th, 2012


یوه نامعلومه وسله وال ګروپ دکاپیسا دتګاب ولسوالۍ دتترخېل په سیمه کي د محلي پولیسوپریوه پوسته باندي د جون پرشپږمه له درو خواو څخه حمله وکړه چي په نتیجه کي یې ۶ محلي پولیس ووژل او یو یې ټپی کړﺉ. دغسي پیښي په تترخېل اوشا اوخوا نزدو کليو کي څه نوي پیښي نه دي ځکه چي دې ته ورته پېښه داپریل په میاشتي کي هم رامنځ ته سوې وه چي مرګ ژبله یې نه درلوده. دیادوني وړ ده چي دمحلي پولیسو دغه پوسته یوه اونۍ مخکي ځای پرځای سوې وه.

Copyright Larawbar 2007-2024