تازه خبر: د کويټي په دارالعلوم کي چاودني ۱۲ مړه ۴۰ زخميان کړل

د لراوبر اداره | جون 7th, 2012


څو شېبې مخکي د کوټي ښار د نوي اډې په دار العلوم الاسلاميه مدرسه کي چاودنه وسوه چي د لومړنيو رپورټونو پر اساس ۱۲ کسان پکښي وژل سوي او تر ۴۰ زيات زخميان دي .


چاودنه د دستاربندۍ د مراسمو په يوه لويه غونډه کي رامنځته سوه ، په دې مراسمو کي هغو طالبانو ته لنګوټې ورتړل کېدلې چي د اسلامي زده کړو څخه فارغه سوي وو .


دا چاودنه چي د ماځيګر د لمانځه پر وخت رامنځته سوه ، د پېښي پړه تر اوسه چا پر غاړه نده اخستې ، زموږ همکار انجنر عطاجان چي دا مهال د کوټي په سفر بوخت دی د سيمي له ځايه لراوبر ته وويل چي سيمي امنيتي ځواکونو کلابنده کړې او امبولانسونه زخميان او وژل سوي کسان روغتونونو ته لېږدوي .


دا خونړۍ پېښه يوه ورځ وروسته تر هغه رامنځته سوه چي پرون د ډيورنډ کرښي هاخوا د کندهار هوايي ډګر مخي ته په ورته چاودنه کي تقريبآ ورته مرګ ژوبله رامنځته سوې وه .

Copyright Larawbar 2007-2024